.jpg)
له دندې ګوښهشوی عطامحمد نور چې لا هم ځان د بلخ والي بولي؛ د محلي ارګانونو ادارې وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، که دولت د ده په لاسلیک معاشونه اجرا نهکړي؛ د حیرتانو بندر له لارې له راتلونکیو عوایدو به یې اجرا کړي.
د محلي ارګانونو ادارې پرون اعلان وکړ چې وروسته لهدې د عطامحمد نور لاسلیک اعتبار نهلري او د کارکوونکیو معاشونه چې د ښاغلي نور په لاسلیک وي؛ نه اجرا کېږي. د بلخ لېرې کړای شوي والي د محلي ارګانونو ادارې ته خبرداری ورکړ چې په سترو سیاسي مسلو کې لاسوهنه ونه کړي.
ښاغلی نور ویلي: «ملي ارګانونو ادارې! ته په هغه دریځ کې نه یې چې د هېواد سترو مسلو او کړکېچونو کې لاس ووهې، لهدې وروسته د خپلې خولې په اندازه خبرې وکړﺉ، ما نه غوښتل چې ستاسې پر وړاندې دریځ ونیسم؛ خو زیاتی کوې، زما په اړه نوره اجازه نهشته چې ګچ ووهې چې د بلخ د والي لاسلیک نه چلېږي، زه وایم د بلخ والي وم او یم، ترڅو چې هوکړې ته رسېږو، ټولو ادارو ته مخامخ زما امر نافذ دی او هېڅوک یې مخه نهشي نیولی.»
.jpg)
هغه همداراز وویل، کهچېرې ډېر مجبور شي؛ د دولتي مامورانو معاشونه به د حیرتان بندر له عوایدو ورکړي. ده دا هم وویل چې حکومت دې له دې نه هم د وضعیت د خرابولو هڅه نهکوي.
ښاغلی نور همدارنګه وزارتونو ته خبرداری ورکړ چې ده ته ستونزه جوړه نهکړي. هغه زیاتوي، که کوم وزارت د ده په کارونو کې ستونزه جوړه کړه؛ په بلخ کې به یې امر بېباوره شي.
ښاغلی نور نږدې یوه میاشت مخکې د ولسمشر غني له لوري د بلخ ولایت له مقامه ګوښه شوی؛ خو تر اوسه ځان د بلخ والي ګڼي. هغه پهدې نظر دی، تر هغو چې د حکومت او جمعیت ګوند مذاکرات کومې پایلې ته نهوي رسېدلي؛ هېڅوک یې له دندې نهشي لېرې کولی او تر اخره به د بلخ د والي په توګه پاتې وي.
ښاغلی نور ټینګار کوي چې دی او جمعیت ګوند په افغانستان کې د قدرت په معادل دي او هېڅوک یې د تفاهم نه پرته له دندې نهشي لېرې کولی.