د طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه د بشري حقونو کمېسیون اندېښنه

ځینو رسنیو داسې راپورونو خپاره کړي چې ګواکې ولسمشر محمداشرف غنی د پنځو زرو طالب بندیانو له ډلې د زرو هغو د خوشې کولو فرمان صادر کړی او ښايي د بین‌الافغاني خبرو اترو له پیل مخکې خوشې شي.

خو د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د کلتوري چارو مسوول ذبېح‌الله فرهنګ سلام‌وطندار ته ویلي، دغه کمېسیون یوه اوونی وړاندې افغان دولت او امریکا ته یو لیک استولی او د طالب بندیانو په اړه یې په درېوو برخو کې ترې معلومات غوښتي دي.

هغه وايي، په لیک کې د خوشې کېدونکیو ۵ زرو طالب بندیانو د نوملړ، کمېسیون ته د دغو بندیانو د هویت په اړه د معلوماتو د ورکړې او د قربانيانو د حقونو او دغه راز د بندیانو د خوشې کولو قانوني پړاوونو څرنګوالي په اړه غوښتنه شوې ده.

د فرهنګ په وینا، تر اوسه نه افغان حکومت او نه هم امریکایانو ورته د یاد مکتوب ځواب ورکړی دی.

د فرهنګ په خبره، اوس چې د بندیانو د خوشې کېدو موضوع توده شوې، دغه کمېسیون یې په اړه اندېښمن دی.

موږ هڅه وکړه چې د طالب بندیانو د خوشې کولو په تړاو د ولسمشر د فرمان په اړه معلومات پیدا کړو، خو د ولسمشر له ویندویانو سره په خبرو کولو ونه توانېدو.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بیا پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې امریکایانو ته یې د ۵ زرو طالب بندیانو نوملړ سپارلی او د هماغه نوملړ پر بنسټ د خپلو بندیانو خوشې کول غواړي.

د یادونې ده چې تېره ورځ ولسمشر محمداشرف غني د لوړې کولو پر مهال وویل، له طالبانو سره یې پر یوې کړنلارې هوکړه کړې چې له مخې به یې طالبان د تاوتریخوالي په کمولو کې داسې د پام وړ کموالی راولي چې ټول ولس یې احساس کړي او په وینا یې، دی به د طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان صادر کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام