د طالبانو ۲ سترو چارواکیو د ۳۰ ملګرو په ګډون داعش سره بیعت وکړ

د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې دې ولایت ته د نومول شوی والي مرستیال قاري حفیظ او د دې ډلې یو لوړپوړي غړي نقیب‌الله حیدري له نورو ۳۰ تنو طالبانو سره چې د دوی تر لاس لاندې وو؛ له داعش سره بعیت وکړ.

د درزاب ولسوال رحمت‌الله حشر سلام وطندار ته وویل، چې په درزاب او قوش تپې ولسواليو کې له پرله‌پسې نښتو وروسته قاري حفیظ او د خانقاه، اقچې، مردیان او فیض‌اباد ته د دې ډلې له‌خوا نومول شوی یو لوړپوړی چارواکی له ۳۰ طالبانو سره هغه وخت داعش سره بیعت وکړ، چې یوه اوونۍ د داعشیانو له لوري اسیران ښوي‌وو.

د حشر پر وینا، داعش ډلې څو کلي او د طالبانو څو کلیدي ځایونه ونیول او پر هغو یې خپل بیرقونه پورته کولو وروسته د خلکو په مرسته طالبان خپلې ډلې ته وربلل.

په ورته وخت کې د جوزجان امنیه قوماندان مل پاسوال رحمت‌الله ترکستاني وویل، داعشیانو له طالبانو سره د خپلمنځي ستونزو پر سر نښته کړې‌وه، چې طالبان له ماتې وروسته له داعشیانو سره یوځای شول.

د ترکستان پر وینا، داعشیانو له طالبانو نه په نیولو شویو سیمو کې اعلان کړی، که وروسته له‌دې هر چا له طالبانو سره مرسته وکړه؛ د دوی د قانون له‌مخې به مجازات شي.

دا په‌داسې حال کې ده، چې طالبان له داعشیانو سره د مخدره‌ موادو د پيسو پر سر، مخدره‌موادو او یو لوړپوړي چارواکي پر سر نښتي وو، چې په پایله کې یې د دواړو ډلو شاوخوا ۱۶۰ تنو ته مرګ و ژوبله واوښتله او ځېنې طالبان له داعشیانو سره اسیران شول.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام