د طالبانو پر وړاندې راپورته کېدل؛ د شیرین‌تگاب اوسېدونکيو د طالبانو څو کمربندونه ونيول

د فارياب د شيرين تګاب ولسوالۍ ځايي مسوولان وايي چې د دې سيمې اوسېدونکي د طالبانو پر وړاندې راپورته شوي او د طالبانو يو شمېر کمربندونه يې نيولي دي.

د شيرين تګاب ولسوال زین‌الله ذکي سلام‌‌وطندار ته وايي، د سيمې اوسېدونکيو تر اوسه پورې د طالبانو څو کمبربندونه نيولي او يادې ولسوالۍ لپاره يې د طالبانو د نومول شوي ولسوالۍ ودانۍ هم کلابنده کړې ده.

د ذکي په وينا، د يادې ولسوالۍ اوسېدونکيو د طالبانو له لوري د ظلم او زياتي او همداراز په دې ولسوالۍ کې د اقينې بندر لويه لار کې د ترکمنستان د مرستو ۵ موټرونه درولي وو، پاڅون کړی دی.

له دې سره د شیرین‌تگاب اوسېدونکي وايي، تر اوسه يې د طالبانو دوه قرارگاوې او يو شمېر وسلې نيولي دي.

دوی وايي، اوسمهال هڅه کوي چې د طالبانو ستره قرارګاه هم ونيسي.

د شيرين تګاب ځايي مسوولان وايي چې طالبانو د پاڅونوالو خورولو لپاره هوايي ډزې وکړې.
طالبانو  تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

د خبر نور جزيات وروسته…

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام