د طالبانو مشر ملااختر محمد منصور او د طالبانو له ډلې جلا شوی طالب مشر د ملارسول د وسله والو قوماندانانو ترمنځ دا ځلې د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې نښته شوې ده.
د دغو طالب مشرانو وسله والو کسانو په تېرو ورځو کې د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې هم په خپل منځ کې جګړه کړې وه.
د فاریات امنیه قوماندان سیداقا اندرابي سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې د دغو دوو وسله والو ډلو تر منځ د قیصار په شاخ بازار او خواجه کنتي په کلیو کې له تېرې شپې راهیسې جګړه پیل شوې ده او د نن ورځې (پنج شنبه) د سهاره تر ۱۰ بجو یې ادامه لرله.
اندرابي وايي، چې په دې نښته کې ملا عبدالبصیر د ملا منصور نظامي مسوول د خپل یو ساتونکي په ګډون ټپي شوی دی او پر وینا یې د ملا رسول د وسله والې ډلې نظامي قوماندان هویت تر اوسه معلوم نه دی.
د فاریاب امنیه قوماندان د دغو ډلو تر منځ د نښتې لامل د څړځایونو پر سره رامنځته شوی جنجال بولي.
خو په ورته وخت کې د قیصار له پاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال مرستیال د ملامنصور او ملا رسول د قوماندانانو ترمنځ د نښتې د خبر پخلی کوي او وايي، چې په دې نښته کې د هیڅ ډلې کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
یوه اونۍ مخکې د ملامنصور پلوي یوې د طالبانو یوې ۱۵ کسیزې ډلې د ملارسول په پلویانو یې د المار ولسوالۍ په خواجه ګوهر کلی کې برید کړی و، چې په دې نښته کې د ملامنصور پلویانو درې تنه ټپیان شوي وو.
په هرات کې د طالبانو خپلمنځي نښته پای ته ورسېدله
د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د ملامنصور او ملا رسول د ډلو پلویانو ترمنځ له درې ورځو نښتو وروسته د افغان ملي اردو سره د ملاننګیالي له یوځای کېدو وروسته دغه نښته پای ته ورسېدله.
د دغه ولایت د مطبوعاتي برخې مسوول جیلاني فرهاد سلام وطندار ته وویل، چې له دواړو لورو ۲۰۰ تنه وژل شوي دي او لسګونه نور یې ټپیان شوي دي.
نوموړي وايي، چې ملا ننګیالی د زیاتې مرګ ژوبلې له امله د جګړې لوری پرېښود او له ۱۰۰ تنو سره ملي اردو سره یوځای شو.
فرهاد زیاته کړه، چې د طالیبانو د دغو دوه ډولو قوماندانان د جګړې پر مهال «جنګي جنایتونه» کړي دي او په سیمه کې له ولسي خلکو د ماشومانو په مخ کې سرونه غوڅ کړي دي او د خلکو شتمنۍ یې لوټلي دي.
دی وايي، چې په شینډنډ کې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې کره کچه معلومه نه ده او له سیمه ییزې ادارې دې سیمې ته د څېړنې له پاره پلاوی لیګل شوی دی.
د هرات والي مطبوعاتي مسوول وویل، له سیمې نه د ملا ننګیالي له وتلو وروسته د ملا صمد وسله سیمې ته راغلي دي او هلته یې په جنګي جنایت لاس پورې کړی دی.
د ۲۰۷ ظفر قول اردو ویاند نجیب الله نجیبي واييو چې ملا ننګیالی او وسله وال کسان یې له ملي اردو سره یوځای شوي دي، خو د دغو ډولو ترمنځ د نښتې په جریان کې د ۲۰۰ تنو دوژل کېدو خبر نه تاییدوي.
د ملا رسول ډله د طالبانو له ډلې جلا شوې ده او ملا منصور یې د پاکستان نظامیانو د قوماندې او رهبري کولو په حکوم تورن کړی دی.