
د افغانستان د صنایعو ټولنې ځينې مسؤلین پر ماليې وزارت تور پورې کوي، چې په دغه وزارت کې له دوی سره توپيري چلند کيږي.
دوی زیاتوي، چې دغه وزارت د صنایعو د ملاتړ په برخه کې د دولت له ملي پالیسۍ سرغړونه کوي.
د دوشنبې په ورځ کابل کې د افغانستان د صنایعو ټولنې مشر شیرباز کمینزاده د یوې خبري ناستې په ترڅ کې د پورته وینا وو د څرګندولو ترڅنګ زیاتوي، چې په ورستیو څوکلونو کې سره لهدې، چې دولت د افغانستان له صنایعو سره هیڅ ډول مرسته نهده کړې، خو لاهم ډیرې وخت د صنعتکارانو د پرمختګ مخه نیسي .
کمین زاده دا هم وايي، چې د مالیې وزارت پر عایدادتو د مالیاتو په نوي قانون کې د افغانستان صنعتکاران د مالیې انتفاعي ربعوار راپور ته اړ شوي، خو برعکس سوداګر بیا له ربعوار مالي انتفاعي راپوره بخښل شوي دي.
د نوموړي پر وینا، دولت هغه برخه، چې واردات کوي له هغوی ملاتړکوي او هغه بخش، چې تولید کوي او هېواد په پښو دروي په هغوی تعزیرات وضع کوي.

د افغانستان د صنعتکارانو مشر وایي، چې خلک او دولت باید له کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي، ځکه چې کورني تولیدات د هیواد د اقتصاد په پیاوړتیا کې خورا مهم رول لوبوي.
خو د ماليې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی د افغانستان د صنعتکارانو دا ادعا، چې ګواکې له دوی سره توپیري چلند کیږي ردوي او وایي، چې د دغې طرحې تعدیل د سوداګرۍ او صنایع خونې په غوښتنې سره د خصوصي سکتور د ملاتړ په موخه منل شوی.
د افغانستان د صنایعو ټولنې صنعتکارانو د غونډې په پای کې له دولته وغوښتل، چې باید صنعتکاران له انتفاعي مالیي معاف شي، د تنخوا او کرایې میاشتنی راپور دې کلنی شي او د پانګوالو د هڅولو په موخه دې په عایداتو مالیات له ۲۰ سلنې ۱۰ سلنې ته راټیټ شي.
دوی وایي، چې که چیرته دولت د دوی غوښتنې په پام کې ونه نیسي؛ نو دوی به د ټول هیواد په کچه په مدني لارینونو لاس پورې کړي او خپل کارونه به ودروي.