د شېرخان بندر د تصدۍ رییس دنده وځنډول شوه

په شېرخان بندر کې د نږدې یونیم زر جریبه دولتي ځمکې په غصب کې د مرستې په تور د دغه بندر د تصدۍ رییس دنده ځنډول شوې ده.

د کندوز ولایت د څارنوالۍ رییس عارف مبشر سلام وطندار ته وویل، چې د شېرخان بندر د تصدۍ رییس امام محمد سرشخي د افغانستان او تاجکستان په سرحدي سیمه کې د تصدۍ د یوزرو او ۴۹۵ جریبه ځمکې د غصب، په هغه سیمه کې د استوګنې کورونو د جوړولو او د دولتي ځمکې د پېر او پلور په برخه کې په امر ورکولو تورن دی.

د څارنوالۍ د رییس پر خبره، امام محمد سرشخي د دغو تورونو په برخه کې ځواب ورکولو ته نه دی، حاضر شوی او بلاخره د محکمې له خوا یې دنده ځنډول شوې ده.

له شېرخان بندر څخه یوې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې د شېرخان بندر د تصدۍ رییس دولتي جایدادونه په کرایې او اجارې ورکړي دي.

په ورته وخت کې امام محمد سرشخي دغه تورونه ردوي او وايي، د څارنوالۍ ټول استعلامونه یې ځواب کړي او زیاتوي، چې د ده په موجویت کې د دندې له پيل تر اوسه یوه بسوه ځمکه هم په دې تصدۍ کې غصب شوې نه ده.

د شېرخان بندر د تصدۍ رییس وايي، د ۱۳۷۸ کال د فرمان پر بنسټ د شېرخان بندر د تصدۍ پر جایداد یوزرو او ۴۰۰ جریبه ځمکه نوره هم وراضافه شوې، چې دغه ځمکې په هماغه وخت کې د زورواکو له لوري غصب شوي او د بېرته اخیستلو له پاره یې د سیمه ییز حکومت هڅو نتیجه نه ده ورکړې.

په کندوز ولایت کې د شېرخان بندر تصدۍ، یوه دولتي تصدۍ ده، چې د سوداګرو له پاره په بندر کې اسانتیاوې برابروي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام