تونسي لیکوال شکري المبخوت د ۲۰۱۵ زېږدیز کال عرب داستان نړېواله جایزه، چې د عربو نړۍ د "بوکر" جاېزې په نوم شهرت لري خپله کړه.
د شکري المبخوت لومړنۍ ناول ایټالیایي ( الطلیاني) چې منځپانګه یې د تونس انقلاب ده، سږکال د ۱۸۰ ناولونو له ډلې نه چې د نړۍ له ۱۵ هېوادونو نه د عربو بوکر جاېزې ته نوماندان و ګټونکی شو.
د عرب داستاني ادبیاتو دغه ۵۰ زریزه ډالري جاېزه نه یواځې دا، چې د دې لامل کیږي چې دغه ناول په انګلیسي ژبه وژباړل شي، بلکې دغه د عربو بوکر جایزه به شکري المبخوت ته نورې بریاوې هم ورکړي.
د دې ناول عاشقانه ماجرا او د تونس دیکتاتوري له اصلي پېر له پیل نه، چې د حبیب بورقیبه له ۳۰ کلنې جنجالي ډک حکومت نه تر زین العابدین بن علي پورې کیسه روایت شوې ده.
د ناول اصلي شخصیت عبدالناصر نومیږي، چې ملګري یې ورته د زینتي لباسونو د اغوستلو له امله یې ایټالیايي بولي.
تېر کال دغه ناول د تونس ادبي ټولنې هېرانتيا سبب شو.
۵۳ کلن المبخوت د لیکوالۍ تر څنګ د تونس د "منوبه" پوهنتون رییس هم دی.
د عرب بوکر جاېزې د هیئت رییس مریدالبرعوثي، چې فلسطیني شاعر او لیکوال دی د یادې جاېزې د ورکړې په مراسمو کې د المبخوت د لیکنې سبک ستاینه یې وکړه.
البرعوثي دغه ناول حیرانوونکی یاد کړ او وویل، چې د دې ناول په لوستولو سره لوستونکی په پړاویز ډول سره د تونس له پېښو ډک تاریخ نه خبریږي.
د شکري المبخوت ترڅنګ ۶ نورو لیکوالانو هم د ۱۰ زرو ډالرو جاېزه خپله کړه.
د عرب بوکر جایزه د ابوظبۍ له ګرځنده ادارې له لوري، چې د لندن بوکر بنسټ په معنوي ملاتړ دبۍ په ښار کې پېل کیږي.
بوکر جاېزه د نړۍ له مهمو جاېزو په ډله کې شمېرل کيږي، چې هر کال د نړۍ مهم انګلیسي ژبي ناول ته ورکړل کیږي.
عربي بوکر جاېزه د بوکرانګلستاني بنسټ په ملاتړ د اماراتو د ښې ګڼې بنسټ په وسیله په ۲۰۰۷ کال کې ترسره کيږي.