د شپږیزې دویمه ورځ د کابل بازان او بندامیر له بریاوو سره مل وه

دواړو لوبډلو د روان شپږیزه ټورنامنټ په دویمه ورځ خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې او لومړۍ بریاووې یې ثبت کړې.

د سیالیو د رسمي ویبپاڼې د معلوماتو له مخې چې د بیګا شپې باران له کبله لومړۍ سیالۍ د کابل بازان او بوست لوبډلو ترمنځ ۱۳ اورونو ته راښکته شوه.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې چې په سیالۍ کې د کابل بازان لوبډلې کپتان اصغرستانکزي د شاپورځدران په کپتانۍ کې بوست لوبډلې ته دلومړۍ لوبې کولو بلنه ورکړه.

په سیالۍ کې بوست لوبډلې په ۱۳ اورونو کې کابل بازان لوبډلې ته د ۹۱ منډو هدف ورکړ، چې یادې لوبډلې د ۲ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه کړ.

د کابل بازان لوبډلې له پاره حمزه هوتک په ۳ اورونو کې ۵ منډې ورکړې او ۳ ویکټې یې ترلاسه کړې، چې  د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

دغه راز د نن ورځې په دویمه لوبه د سپین غر او بند امیر ترمینځ د سپین غر له خوا د ۱۲۴ منډو دفاع کولو وروسته سوپر اور ته لاړه.

په سوپر اور کې بند امیر د نبي عیسی خیل د ۲ شپږیزو په مټ د ۱۷ منډو او ټولټال د ۱۸ منډو هدف په جوړولو سره سپین غر ته په ۱۸ منډو ماتې ورکړه.

د یادونې وړ ده، چې سپین غر د بند امیر د منډو په ځواب کې هیڅ کومه منډه جوړه نه کړه او سر په سر په ۲ بالونو یې د ۲ لوبغاړو سوځیدو سره لوبه له لاسه ووتله او له ماتې سره مخ شوه.

نبي عیسی خیل په لومړۍ لوبه کې او دغه راز په سوپراور کې د هراړخیزې لوبې وروسته د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

د یادونې وړ ده، چې د پرون ورځې په لومړۍ ورځ سیالیو کې سپین غر امو زون لوبډلې ته ماتې ورکړې وه، خو بند امیر بیا له دفاعي اتلې مس عینک څخه ماتې خوړلې وه.

ټاکل شوې ده دروانو درېیم پړاو شپږیزه سیالیو په دوام به سبا هم ۲ لوبې ترسره شي، چې په لومړۍ لوبه کې به امو لوبډله له بوست سره او کابل بازان لوبډله له سپین غرلوبډلې سره د لوبې ډګر ته وځي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام