د افغانستان کرکټ بورډ او یونیسف په ګډه د کرکټ ۱۰ ورځنۍ سیالۍ پېل کړې.
د هېواد کرکټ بورډ په خپله رسمي پاڼه کې ليکلي، چې له دې سياليو اصلي موخه د سپورټ او د ګوزڼ په اړه د پوهاوي په برخه کې د هیواد د مخکښو لوبغاړو سره یوځای کول دي.
د معلوماتو پر بنسټ په دې سیالیو کې، چې د الکوزي د شپږیزې تر نامه لاندې ترسره کېږي د هېواد شپږ مخکښې لوبډلې ګډون لري.
د افغانستان د کرکټ بورډ مشر نسیم الله دانش وویل، چې د افغانستان کرکټ بورډ ژمن دی چې په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغي له منځه یوسي ترڅو هیڅ افغان ماشوم له دې ناروغۍ څخه ونه کړېږي.
اخوا د افغانستان له پاره د یونیسف استازي ډاکټر بالاجي وویل، چې دا ټورنمنټ به د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې د ټولو افغانانو د ګډو او متحدو هڅو ښکارندویي وکړي.
هغه زیاته کړه، میندي او پلرونه باید وهڅول شي، چې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین ورکړي.