د شمال پر لویه لاره ۲۰۰ شکمن کسان نیول شوي

د پروان ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د کابل ـ پروان پر لویه لاره یې ۲۰۰ شکمن ځوانان نیولي دي. دوی وايي، داسې ګومان کېدلو، چې دغه کسان د ترهګریزو موخو له پاره شمال ته لېږل کېدل.

د امنیتي مسوولانو پر وینا، په دوی کې له هر تن سره په پنډوکیو کې د افغانیو یوه ګونې او دوه ګونې، تذکرې او له ۵۰۰ تر ۷۰۰ افغانیو موجودې وې.

د پروان امنیه قوماندان جنرال محمدزمان مموزي له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې دغه کسان په ډله ییز ډول نیول شوي نه دي، بلکې په درېیو بېلابېلو وارونو کې د ۶۱، ۷۰ او ۷۱ په شمېر نیول شوي دي.

مموزی وايي، چې دغه کسان د بسونو په وسیله شمال ته لېږل کېدل.

جنرال محمدزمان مموزی زیاتوي، چې نیول شویو کسانو ته د خپل سفر د تګ لوری معلوم نه وو او په هر یو ټکټ کې له ۵ تر ۶ تنو ثبت شوي وو.

نوموړی وايي، چې د نیول شویو کسانو ټکټونه د کندوز له پاره وو؛ خو د وارخطايۍ له مخې وايي، چې مزار ته تلل.

امنیتي مسوولان ټینګار کوي، چې د دغو کسانو هویت معلومولو له پاره یې څېړنې پیل کړې دي.

د کندوز ښار له سقوط وروسته، د وسله والو باغي ډلو او طالبانو د فعالیتونو د پراختیا په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام