
د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې د حسن ګل په نوم یو کس یې له یوې مېرمنې سره د زنا په تور نېولی او عامو خلکو سنګسار کړی دی.
دغه پېښه نن (چهارشنبه) د خروار ولسوالۍ په اپاخان کلي کې رامنځته شوې ده.
د سیمې د خلکو په وینا ښځه لا ژوندۍ ده او د کلي خلکو پرېکړه کړې، که دغه مېرمن پړه وګنل شي، په عام محضر کې به یې سنګساره کړي.
د پاینده ګل په نوم د سیمې یو اوسېدونکی وايي، ګهیځ له کوره راووت، په کلي کې د خلکو ګڼه ګونه او شور وو.
دی وايي، د کلي خلکو یو کس په کاڼو او لرګیو وهلو او بلاخره یې ووژلو.
پاینده ګل زیاتوي، چې د کلي خلکو ورته وویل، دغه کس یې په یوې مېرمنې د جنسي تېري په پاره وواژه.
په دې اړه د لوګر والي محمد حلیم فدايي وايي، چې د دې ولایت د خروار ولسوالۍ په اپاخان کلي کې د طالبانو یو قوماندان د خپل ورور له ښینې سره زنا کړې وه، چې د سیمې د خلکو له خوا سنګسار شو.
محمد حلیم فدايي له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې دغه طالب قوماندان حسن ګل نومېږي او په زور سره یو کور ته ورغلی او په دېرش کلنې مېرمنې یې جنسي تېری کړی دی.
والي دغه عمل غیرې اسلامي او انساني بولي او زیاتوي، چې د پېښې په اړه مسوولو ادارو پلټنې پیل کړي دي.
د خروار ولسوال ثمرګل راشد سلام وطندار ته وویل، حسن ګل د خپل ورور د ښینې سره د زنا په تور خلکو وژلی دی.
راشد وايي، چې د پېښې سیمې ته یې امنیتي ځواکونه لېږلي دي او خپلې پلټنې یې شروع کړي دي.
ولسوال وايي، د دوی د معلوماتو له مخې دغه کس د کور د خاوندانو او د عامو خلکو له خوا په ډبرو او لرګیو وهل شوی او وژل شوی دی.
راشد زیاتوي، چې حسن ګل په عباس مشهور و او ۳۵ کاله عمر یې درلود.
وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.