د سیمه‌یزو سیاسي بدلونونو له امله د نفتي توکیو بیې لوړې شوې‌دي

په افغانستان کې هر کال د ژمي په رارسېدلو سره د نفتي توکیو بیې لوړېږي؛ خو د نفتي توکیو او ابلن غاز د تصدۍ مرستیال ویاند مصطغني خلازایي سلام وطندار ته وویل چې د نفتي توکیو بیو اوسنی لوړوالی درې لاملونه لري.

ښاغلي خلازایي د ډالر په مقابل کې د افغانۍ ارزښت کمېدل، د ژمي موسم رارسېدل او ترڅنګ یې په سیمه کې سیاسي پر سیاسي بدلونونه ـ چې په ټوله کې یې پر اقتصادي وضعیت په ځانګړي توګه د نفتي توکو پر بیو ـ اغېز کړی‌دی.

له سیمه‌ییزو بدلونونو موخه پر ایران د متحده‌ایالاتو وروستي بندیزونه دي چې له مخې یې ایران نړۍوالو بازارونو ته خپل تېل نه‌شي وړاندې کولی.

دغه را ز د نفتي توکیو تصدۍ مرستیال ویاند زیاتوي چې دوی د نفتي توکیو بیو لوړوالي اغېز کمولو په اړه تدبیرونه نیولي چې په هغو کې له ګاونډیو هېوادونو سره د نورو تېلو او ګاز رانیولو په اړه د خبرو دوام او د دې ترڅنګ په کابل ښار کې د ۳۰ غرفو له لارې په ټیټه بیه د اوبلن ګاز پلورل شامل دي.

ښاغلي خلازایي دا هم وویل چې دا تصدي د خپلو ۳۰ غرفو له لارې پر ښاریانو یو کیلو اوبلن ګاز له ۵۲ تر ۵۵ افغانۍ پلوري.

په ورته وخت کې ځېنې کابل‌ښاریان وایي چې د نفتي توکیو او اوبلن ګاز تصدي غرفې په اوونۍ کې یوه یا دوې ورځې پرانیستې او نورې ورځې تړلې وي. دوی په ټینګار سره وايي چې د اوبلن ګاز بیه ډېره لوړه ده او ښایي په ژمي کې خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي.

به کابل ښار کې اوس یو کیلو ګاز له ۶۵ تر ۷۰ افغانیو پورې پلورل کېږي؛ له‌دې سره جوخت په ښار کې د برېښنا پرچاوي پیل شوې چې دا چاره د ګازو اړتیا نوره هم زیاتوي؛ خو بې‌وزله کورنۍ بیا د ګازو رانیولو توان نه‌لري.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام