
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل وايي، ښايي په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو د قوماندان جنرال سکاټمېلر په وړاندیز به له افغانستانه تر ۱۴۰۰ پورې امریکايي پوځیان وایستل شي.
ښاغلي ووټل دا خبرې پرون ناوخته مهال روېټرز خبري اژانس ته کړېدي.
ده دا پرېکړه د سولې لهپاره له روانو هڅو سره تړلې نهده ګڼلې.

ورته مطالب:
ټرمپ؛ د مشروطه سولې پرمهال ځواکونه کموي
ټرمپ: د امریکایي ځواکونو یوه برخه افغانستان کې پاتې کېږي
د ټرمپ نیوکه: د ناټو د لګښت ډیره برخه پر امریکا ده
د ښاغلي ووټل په خبره، د ښاغلي مېلر هدف د امریکا د پوځ له امکاناتو منصفانه کار اخېستل دي. د دې شمېر پوځیانو د ویستلو کره نېټه نهده څرګنده شوې.
دمګړۍ امریکا په افغانستان کې ۱۴۰۰۰ پوځیان لري.
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې مخکې کانګرس ته په کلنۍ وینا کې ویلي وو چې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو له پرمختګ سره به په افغانستان کې خپل پوځیان کم کړي.