
د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې وزارت چارواکي او د شمالي ولایتونو یو شمېر مسوولینو نن ورځ (چهار شنبه) په مزار ښار کې په یوې جوړې شوې غونډې کې وویل، چې د کوکنارو کښت او تولید د مبارزې په برخه کې باید دولتي مسوولین ګډ کار وکړي.
په دې غونډې کې راټولو شویو چارواکو د کوکنارو پر وړاندې د مبارزې پر لارو، چارو خبرې او بحثونه وکړل.
په جوړې شوې غونډې کې د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي وویل، وړاندوینه دا وه، چې د هېواد په سویلي ولایتونو کې به د کوکنارو کښت او تولید کچه لوړه شي، خو په روان کال کې په شمالي ولایتونو کې د کوکنارو کښت او تولید زیات شوی دی.
د نشه يي توکو سره د مبارزې وزیرې سلامت عظیي په ځینو شمالي ولایتونو کې د کوکنارو د کښت او تولید زیاتوالي ګراف په لاندې ډول وښودلو.
- تېر کال په بلخ ولایت کې په ۲۰۴ هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو، چې روان کال بیا په ۲۰۸۵ هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي، چې ۹۹۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
- جوزجان له صفر هکټار څخه تېر کال ۴۰۹ هکټارو ته پورته شوی، چې په روان کې ۱۰۰سلنه زیاتوالی ښيي.
- په بغلان ولایت کې تېر کال ۱۸۰ هکټاره او سږ کال بیا په ۸۴۹ هکټاره ځمکه کوکنارو کرل شوې، چې د کوکنارو په کښت او تولید کې ۳۷۳ سلنه زیاتوالی په ډاګه کوي.
- په سرپل ولایت کې تېر کال په ۳۳۱ هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو، چې سږ کال بیا ۱۶۸۶ هکټاره ځکمه په نشه يي توکو کرل شوې، چې ۴۰۹ سلنه زیاتوالي په کې راغلی دی.
- او بلاخره په فاریاب کې تېر کال په ۱۱۶۰ هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو، چې روان کال بیا په ۲۹۲۳ هکټاره ځکمه نشه يي توکي کرل شوي، چې ۱۵۲ سلنه زیاتوالي ښيي.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزیرې وویل، د تېر کال په پرتله سږ کال د نشه يي توکو په کښت کې ۱۰سلنه او په تولید کې ۴۳ سلنه زیاتوالی رامنځته شوی دی، خو زیاته یې کړه، په هېواد کې امنیتي خنډونو ته په کتو د نشه يي توکو د کښت او تولید سلنې زیاتوالی د اندېښنې وړ نه دی.
مېرمنې عظیمي وویل، د روغتیا وزارت او آینیل موسیسې سره په یوې ګډې څېړنې کې د راغلو شمېرو له مخې ۳.۵ میليونه کسان په نشه يي توکو روږدي دي، چې ټول یې د درملنې وړ نه دي.
وزیره وايي، ممکن یو نیم میلیون له هغو یې په غیر مستقیم ډول په نشه يي توکو روږدي وي.
سلامت عظیمي وویل، له دې جملې ۲،۹ میلیونه یې مېرمنې او نږدې یو میلیون یې ځوانان او کمکي ځوانان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت د ملګرو ملتونو سازمان د جرمونو سره د مبارزې دفتر په ګډ راپور کې راغلي و، چې په روان کال کې د کوکنارو د کرکیلې د له منځه وړلو په برخه کې ۹۱ سلنه هلې ځلې کمې شوي دي.