د سولې عالي شورا: له اعتماد پرته سوله ناشونې ده

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، چې نړېواله ټولنه او د سيمې هېوادونه د افغانستان  په ناورین کې دخيل دي او ترهغې، چې د افغانستان، نړېوالې ټولنې او وسله والو طالبانو ترمنځ د اعتماد فضا نه وي رامنځ ته شوی، نو سولې ته رسېدل به ستونزمن کار وي.

د سولې عالي شورا سرپرست حکيم مجاهد په هغه ناسته کې، چې د بشري حقونو څخه د ملاتړ او څېړنې بنسټ له خوا جوړه شوې وه وویل، چې د سولې خبرو اترو له پاره شرایط اماده دي، خو د هغه په خبره د سولې خبرو اترو دویم پړاو ته د ورتګ څخه مخکې باید د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د اعتماد فضا رامنځ ته کولو له پاره کار وشي.

د سولې خبرو اترو لومړی پړاو په پاکستان کې د امريکا او چين استازو په موجودیت کې په پاکستان کې ترسره شو.

خو دغه خبرې اترې بیا د ملاعمر د مړينې د خبر سره سم ودرېدې.

وسله والو طالبانو ملامنصور خپل نوی مشر وټاکه او له هغه وروسته پر افغان امنيتي ځواکونو او د افغانستان په نورو ځايونو يې بريدونه زيات کړل، چې په دې سره د سولې خبرو اترو لومړی پړاو کړکېچن شو.

د څيړنې او بشري حقونو د ډلې مشر عطاالله عطا وايي، د سولې خبرو اترو برخلیک باید څرګند شي.

نوموړي زیاته کړه، چې د ښځو د ګډون او بشري حقونو له مراعتولو پرته د سولې خبرې اترې بريالی کېدی نه شي.

عطاالله عطا زیاتوي، چې افغان حکومت په دې وروستيو کلونو کې د سولې خبرو اترو په برخه کې میليونونه ډالره ولګول، خو دغه پروسه بريالۍ نه شوه.

د سولې عالي شورا غړو له دې وړاندې ویلو وو، چې د سولې خبرو اترو د پېل څخه مخکې باید د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ اوربند اعلان شي.

له بل لوري افغان حکومت وايي، له هغه چا او ډلې سره به سوله نه کوي، چې اساسي قانون نه مني او د بې ګناه افغانانو وينې تويوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام