د سولې د تامینېدلو پرمهال امریکا د خپلو ځواکونو اېستلو په اړه پرېکړه کوي

د سولې عالي شورا دارالانشا مشر او د سولې سیمه‌ییزې اجماع کې د ولسمشر ځانګړی استازي محمد عمر داوودزي کابل کې د «ښځو، سولې او امنیت» په عنوان جوړې غونډې کې وويل، د امریکا متحده ایالات به افغناستان کې د سولې له ټینګښت وروسته پرېکړه وکړي چې خپل ځواکونه له دې هېواده بهر کړي او که‌نه.

د ښاغلي داوودزي په وینا، افغان حکومت د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له جریانه خبر دی او تراوسه د هغوی ترمنځ هېڅ ډول پرېکړه نه‌ده شوې.

ده په ورته مهال وویل، د طالبانو له دې غوښتنې وروسته چې امریکا دې د خپلو ځواکونو د ایستلو مهالوېش اعلان کړي، امریکايي پلاوي ویلي، که د سولې له ټینګښت وروسته ټول افغانان وغواړي؛ بیا دوی په‌دې اړه فکر کوي.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم څه موده مخکې کانګرېس ته په‌خپلې کلنۍ وینا کې د افغان سولې پیل شوې خبرې ګټورې بللې وې او وویلي وو، که دغو خبرو کې پرمختګ وشي، د امریکايي ځواکونو شمېر به کم کړي او د ترهګرۍ په مخنیوي به تمرکز وکړي.

ښاغلی داوودزی همدارنګه وايي، د سولې په اړه د افغان‌ښاروندانو نظرپوښتلو په موخه د روانې حوت میاشتې په پای کې مشورتي لویه جرګه جوړېږي.

د سولې عالي شورا دارالانشا مشر ټینګار کوي، د لومړي ځل له‌پاره به دغه لویه جرګه د یوه غیردولتي کمېسیون له لوري ترسره شي او دې جرګې کې به د ښځو ونډه هم ۳۰ سلنه وي.

ورته مطالب:

خلیلزاد: د سولې بین‌الافغاني خبرو پیلول بېړنی لومړیتوب دی

ولسمشر: طالبانو ته کابل، ننګرهار یا کندهار کې دفتر ورکولی شو

ناټو: د افغان سولې لپاره وروستۍ هڅې هیله‌بښونکې دي

هاخوا د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې سیما سمر دې غونډې ته وویل، د طالبانو دغه لیدلوری ـ چې وايي ښځې ولسمشري نه‌شي کولی ـ د ښځو او نرینه‌وو د حقونو برابرۍ اصل تر پوښتنې لاندې راولي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره د سولې خبرو اترو کې د ښځو د پراخ حضور غوښتنه کوي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره همدارنګه ټینګار کوي چې د شخصي غچ‌اخېستلو مخنیوي له‌پاره، د جګړې د قربانیانو غږ اورېدل او د ملي پخلایني له‌پاره د میکانیزم جوړول اړین دي.

کابل کې د امریکا متحده ایالتونو سفیر جان‌بس هم د افغانانو له لوري د سولې خبرو په مشرۍ ټینګار کوي او وايي، افغانان باید د سولې خبرو له جریانه خبر وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام