د سوداګرۍ نړیوالې خونې افغانستان کې په کار پيل وکړ

د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، په کابل کې د نړیوالې سوداګرۍ خونې پرانیستلو له کبله د خصوصي سکتور اړیکې نورې هم پراخیږي.

د سوداګرۍ خونې د نړیوالو اړیکو رییس اذرخش حافظي وویل، چې د دغې نړیوالې سوداګرۍ خونې په پرانستلو سره به د سیمې له هېوادونو سره د پانګونې او سوداګرۍ په برخه کې د افغانستان اړیکې پراخې شي.

اذرخش حافظي وايي، د افغانستان خصوصي سکتور له ۵۱ هېوادونو سره ګډې سوداګریزې اړیکې لري؛ خو بیا هم حکومت له دغو هېوادونو سره هېڅ ډول د راکړې ورکړې اړیکه نه لري.

حافظي هیله وښوده، چې د دغې نړیوالې خونې په پرانستلو سره به افغانستان د سیمې او نړۍ له یو شمېر هېوادونو او شرکتونو سره ونښلول شي.

اذرخش حافظي زیاتوي، اوسمهال په کور دننه د افغانستان سوداګرۍ حجم د نورو هېوادونو په پرتله ۱۰سلنه زیات دی.

دغه راز، په دې غونډه کې اجرایوي رییس عبدالله عبدالله په هېواد کې د خصوصي سکتور فعالیت وستایه او زیاته يي کړه، چې له ټولو ستونزو او ناخوالو سره، سره بیاهم بېلابېلو برخو کې پانګونه شوې ده.عبدالله له خصوصي سکتور سره د حکومت د مرستې کولو ډاد ورکړ.

د سوداګرۍ نړیواله خونه یا IIC د نړۍ په ‍۱۳۰ هېوادونو کې ۶ نیم میلیونه غړي لري، چې د نړۍ په ۹۰ هېوادونو کې يې نماینده ګي فعالیت لري.

افغانستان ۸۲ کاله مخکې د نړیوالې سوداګرۍ خونې غړیتوب ترلاسه کړی و، خو د دغې خونې نماینده ګې په افغانستان کې پرانیستل شوې نه وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام