د سرپل ولایتي شورا ځېنو غړیو سلام وطندار ته وویل، طالبانو د مومیایي مړو او لرغونو قیمتي توکیو د موندنې په موخه زاړه زیارتونه د خزانېموندنې پر د ستګاه راسپړلي دي.
د سرپل ولایتي شورا غړي سید اسدالله دانش او اسد الله خرم وايي، طالبانو هغه زیارتونه هم راسپړلي چې تر اوسه یې هویت نهدی څرګند؛ خو تر ټولو مشهور زیارت چې د لنګر بابه قوزي نومېږي؛ هغه هم راسپړل شویدی.
د دوی په وینا، طالبان غواړي د زیارتونو په راسپړلو سره انتیک شیان پيدا او د څوو سوو کلونو تاریخي میراثونه ونړوي.
د سرپل ولایتي شورا د دغو غړیو په وینا، پاکستان غواړي د طالبانو په مرسته له زیارتونو لرغوني قیمتي څېزونه ترلاسه کړي.
د سانچارک ولسوال نقیبالله دقیق هم سلام وطندار ته وویل چې طالبانو د دې ولسوالۍ ځېنو سیمو له لاندې کولو وروسته د خزانېموندنې دستګاه پهواسطه د یو شمېر زیارتونو سپړل پیل کړيدي.
خو طالب ویاند قاري یوسف احمدي دا موضوع رد کړه او د سرپل د ځايي چارواکیو ادعا یې بېبنسټه وبلله.