د زرداد د جنايتونو شاهدان له ګواښ سره مخ دي

د بشري حقونو نړيوال څار ادارې ويلي، افغانستان ته د پخواني جنګسالار زرداد له راتګ وروسته د ده د جنايتونو په اړه د شاهدۍ ورکوونکيو ژوند په خطر کې دی.

دغه سازمان د يوی خبرپاڼي په خپرولو سره د افغان او برېټانوي حکومت نه غوښتي دي، چې د زرداد له راتګ سره د بې ګناه وګړیو ژوند له خطر سره مخ نه شي.

زرداد فریادي د حزب اسلامي ګوند مشهور قوماندان و.

 سرور زرداد فريادي په برېټانيې کې له ۱۱ کاله بند تېرولو وروسته تېره چهارشنبې د ډېسمبر پر ۱۴ د نړيوالو پولیسو «انټرپول» له خوا د کابل په حامد کرزي نړيوال ډګر کې ملي امنيت ته وسپارل شو. د ده يو شمېر پلويان د ښه راغلاست له پاره هوايي ډګر ته هم ورغلي وو؛ خو د امنيتي ځواکونه له خوا زرداد ناڅرګند ځای ته ولېږدول شو.

دغه پخواني جنګي قوماندان د کابل او جلال اباد تر منځ د سروبي په سيمه کې له مسافرو، دولتي او مرستندويه ټولنو له موټرو څخه په لوټمارۍ مشهور او په همدې جرم مجرم بلل شوی او د ټولټال ۱۶ کاله بند د سزا نه يي ۵ کاله لا هم پاتې دي.

د بشري حقونو نړيوال څار ادارې د برېټانیې له حکومته غوښتي، چې د زرداد د جنايتونو شاهدي ورکوونکیو ته دې یا د ويزه ورکړي او يا دې د هغوی د خونديتوب تضمین وشی.

په خبرپاڼه کې له افغان حکومته هم غوښتل شوي، چې د زرداد فعاليتونو تر څار لاندې ونيسي، چې بې ګناه انسانانو ته زيان نه ورسوي.

د دې ادارې مشرې څېړونکې پيټريشيا ګروسمن ويلي، چې په برېټانیې کې د زرداد محکمه او بيا ورته ورکړل شوې جزا دا څرګندوي چې جنايتکار په هېڅ ځای کې خوندي نه شي پاتې کېدلی؛ خو د ده بېرته  افغانستان ته سپارل د ډېرو خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي. د يادونې ده، چې زرداد په ۱۹۹۶ ميلادي کال کې په جعلي اسنادو برېټانیې ته وکوچېد؛ خو هلته په ۲۰۰۳ ميلادي کال کې وپېژندل شو او د قانون منګولو ته وسپارل شو.

کابل ته د زرداد له راتګ سره په خواله رسنیو کې د هغه د راتګ او جنایتونو په اړه خورا غبرګونونه راپورته شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام