د ولسمشري ټاکنو لپاره د تقویتي نوملیکنې بهیر په اړه په بدخشان، تخار، کونړ، کندهار او ننګرهار کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفترونو له مسوولانو سره د مرکو پر بنسټ ترلاسه شوې شمېرې ښیي چې په تېرو درې ورځو کې د رایورکوونکیو تقویتي نوملیکنې په بهیر کې د یادو ولایتونو په ۱۵۰ مرکزونو کې ۱۳۰۰ کسانو خپل نومونه لیکلي دي.
د ترلاسه شویو شمېرو له مخې، د تخار ۱۷ مرکزونو ته ۱۲۰ کسان، د بدخشان ۲۸ مرکزونو ته ۱۲۰، د کندهار ۲۸ مرکزونو ته ۲۵۰، د ننګرهار ۲۸ مرکزونو ته ۴۰۵، په نورستان کې ۹۲، د هرات ۳۳ مرکزونو ته ۲۵۰ او د کونړ ولایت ۱۶ مرکزونو ته ۳۶۲ کسان په ولسمشري ټاکنو کې د ګډون په موخه د نوملیکنې لپاره ورغلي دي.
د امینتي ګواښونو له امله د ځینو مرکزونو پر تړل کېدو سربېره د ولسمشري ټاکنو ته د تقویتي نوملیکنې مرکزونو ته د کمو کسانو د ورتګ له کبله هم په ځینو سیمو کې د نوملیکنې مرکزونه نهدي جوړ شوي.
د بدخشان یو مدني فعال عبدالبصیر وثیق وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تقویتي نوملیکنې بهیر په پیل کې ناکام و چې دا خپله د ولسمشري ټاکنو په کولو کې د دغه کمېسیون د کمزورۍ ښکارندويي کوي.
د هرات د ټاکنو کمېسیون رییس احمد داوود صدیقزاد سلاموطندار ته ویلي، سره له دې چې د نوملیکنې په مرکزونو کې د خلکو د ګډون کچه ټیټه ده، خو دوی تمه لري چې خلکو ته د عامه پوهاوي په ورکولو سره په راتلونکیو ورځو کې د نوملیکنې کچه لوړه شي.
د نوموړي په وینا، د نوملکینې په لومړۍ ورځ ۵۰ او په دویمه یې ۲۵۰ کسانو نوملکینه کړې او دا ښيي چې ورځ تر بلې د نوملیکنې لپاره د مراجعهکوونکیو شمېر ډېرېږي.
په همدې حال کې د کندهار د ټاکنو کمېسیون ولایتي مسوول هاشم درانی وايي، په تېرو درېوو ورځو کې د دغه ولایت د نوملکینې په ۲۸ مرکزونو کې ۲۵۰ کسانو نومونه ثبت کړي چې شمېر یې ډېر کم دی.
د بدخشان د ټاکنو کمېسیون ولایتي مسوول محبوبالله سلطاني وايي، د دغه ولایت د نوملیکنې په ۲۸ مرکزونو کې تراوسه ۱۲۰ کسانو نومونه ثبت کړي، خو په وینا ایې د عامه پوهاوي ورکولو پروګرام یې چټک کړی چې له دې لارې وکولای شي د نوملیکنې په مرکزونو کې د نومثبتونې په موخه د خلکو د مراجعې کچه لوړه کړي.
خو د کونړ یو اوسېدونکی چې د نومثبتونې لپاره د مرکز اسعداباد ښار د رایورکوونکیو د نوملیکنې یو مرکز ته ورغلی وايي، په ولسمشري ټاکنو کې د ګډون او د هېواد د سیاسي برخلیک ټاکلو لپاره یې نوم لیکلی او له خلکو غواړي چې په دغه بهیر کې په خپلې نوملیکنې سره د رای ورکولو له حق نه ګټه واخلي.
د ولسمشري ټاکنو د پڅې تقویتي نوملیکنې بهیر د روانې غبرګولي میاشتې په ۱۸مه پیل او ټاکل شوې د چنګاښ میاشتې تر اتمې نېټې دوام وکړي.
سره له دې چې د دغه بهیر له پیله څلور ورځې تېرېږي، خو د تقویتي نوملیکنې په مرکزونو کې د خلکو پیکه ګډون ځینې اندېښنې راپورته کړې دي.