د دوو لوړو مراسمو په اړه د خلکو اندېښنې

د پروان، کاپیسا، تخار، ننګرهار، لغمان، کندهار، بامیانو، فاریاب، جوزجان او سرپل ولایتونو خلک په هېواد کې د دوو لوړو مراسمو په اړه اندېښنه ښيي او وايي په اوسني کړکېچن وضعیت کې دغه شان حالت د خلکو عادي ژوند ګډوډ کړی دی.

دغه راز د پروان، کاپیسا او تخار ولایتونو خلک وايي، د دوو مشرانو له لوړې سخت اندېښمن دي او د دغه وضعیت دوام به په هېواد کې د لویو کړکېچونو سبب شي.

همدارنګه د بامیانو، کندهار او جوزجان ولایتونو یو شمېر ښځې هم وايي چې د  ولسمشر غني او عبدالله له لوري د لوړه کول هېواد د تجزیې په لوري بیايي. د دغو ولایتونو ښځې زیاتوي چې که روان وضعیت د خبرو اترو له لارې حل نه شي، دواړه لوري به یوه خطرناک پړاو ته ننوځي.

له بلې خوا، د نورستان او کونړ ولایتونو خلک وايي محمد اشرف غني د ټاکنو خپلواک کمیسیون له خوا د پایلو اعلانېدو پر بنسټ د هېواد ولسمشر دی او دوی د عبدالله په مشرۍ ټولش‌موله حکومت نه مني.

همدارنګه د چارو یو شمېر کارپوهان خبرداری ورکوي چې که د منځته راغلي وضعیت لپاره مناسبه حل لاره پیدا نه شي، د مشرانو دغه ځواک ښودنه به له افغان ولسه زیاته قرباني واخلي.

په دې تړاو:

د غني او د عبدالله د لوړو د مراسمو پای

امريکا: افغانستان کې موازي دولت نه منو

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام