د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسوولانو او ځېنو نورو چارواکیو نن په کابل کې د ټولو دولتي ادارو لهپاره د محتوا د مدیریت سیستم پرانېسته وکړه.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت معین محمدهادي هدایتي د دولتي ادارو د معلوماتي تکنالوژۍ په برخه کې د محتوا د مدیریت سیستم رامنځته کول یو مهم ګام بولي او وايي، په دې سیستم سره به معلوماتو ته لاسرسی اسانه شي.
د ښاغلي هدایتي په وینا، د هېواد په کچه د ټکنالوژۍ په برخه کې ظرفیت لوړ شوی او دا سیستم خپله د افغانانو په لاس فعال شوی چې په مرسته به یې ټولې دولتي ادارې خپلې کړنې، لاستهراوړنې او معلومات له خلکو سره شریک کړای شي او خلک هم د اړتیا په وخت کې له هرې ادارې معلومات ترلاسه کولی شي.
ده زیاته کړه چې ډېر نور مهم او پرمختللي سیستمونه هم تر لاس لاندې لري چې ډېر ژر به په کار پیل وکړي.
دغهراز د دولتي ادارو د محتوا مدیریت سیستم د پروژې تخنیکي مسوول اتل ځدران دا یو نوی او پرمختللی سیستم وبللو او ويېویل، پهدې سره به ټولې دولتي ادارې په اسانه او روښانه ډول خلکو ته خپل خدمتونه وړاندې کړای شي.
د ښاغلي ځدران په وینا، له امنیتي پلوه پهدې سیستم ېیر کار شوی او د ډاډ وړ دی.
دی نورو وزارتونو ته ډاډ ورکوي چې معلومات او ډیټا به یې له دوی سره خوندي وي.
د ولسمشر د فرمان پر اساس، د دولتي ادارو د محتوا د مدیریت سیستم د ټولو دولتي ادارو لهپاره جوړ شوی او د دوی ټول معلومات به مخابراتو وزارت کې د افغانستان د ډیټا مرکز کې خوندي وي.