د دوشنبې په شپه به سپوږمۍ تندر ونیسي

د کابل پروخت د دوشنبې شپې پر نیمایي به سپوږمۍ د ځمکې په سیوري کې په پوره توګه پټه او د خلکو له سترګو به پنا شي، دغه طبیعي پدیدې ته خسوف وايي.

د دوشنبې په ماښام به د شمالي امریکا په زیاتو ښارونو کې د سپوږمۍ تورېدل ولیدل شي، خو په پلازمېنه کابل او د افغانستان په نورو ښارونو، اروپا او افریقا کې به د دسه شنبې ورځې په لومړیو کې په معمولي او د یو روښانه سیوري په ډول و لیدل شي.

په زړه پورې داده، چې دغه تندر نیونه د کال په اوږدو کې چې سپوږمۍ د ځمکې نږدې واټن ته راځي سپوږمۍ د پخوا په پرتله غټه ښکاري، چې په داسې حالت کې سپوږمۍ ډېره کمه تندر نیسي.

په قمري لویې میاشتې کې د تندر نیونې پېښه ، د مني اعتدال ته په نږدې پاتې شپو او ورځو کې پېښیږي.

په دې معنا، چې سپوږمۍ ځمکې ته تر ټولو په نږدې واټن کې ځای لري او تر نورو وختونو لویه لیدل کیږي.

دا په ۲۰۱۵ زېږدیز کال کې تر ټولو لویه تندر نیونه ده.

د کال په اوږدو کې چې سپوږمۍ د ځمکې نږدې واټن ته راځي، چې په دې حالت کې د سپوږمۍ تورېدو پېښه کمه وي.

دې ته ورته تندر نیونه؛ چې سپوږمۍ ځمکې ته په نږدې واټن کې په پوره ډول تندر ونیسي په ۱۹۸۲ کال کې رامنځته شوې وه.

د تندر نیونې راتلونکی پېر به په ۲۰۳۳ زېږدیز کال کې وي.

د ځمکې او سپوږمۍ منځنی واټن ۳۸۶ زره کیلو مټره دی.

 د دوشنبې په شپه چې سپوږمۍ تندر نیسي، د ځمکې او سپوږمۍ واټن به ۳ لکه ۵۶ زره ۸ سوه ۶۷  کیلو مټره وي.

په دې شپې به سپوږمۍ د معمولي حالت په پرتله ۸ سلنه لویه معلومیږي؛ په دې نه پوهیږم، چې تاسې به دغه لویوالی حس کړﺉ او کنه؟

د امریکا د نیمه ختیځې برخې اوسېدونکي به تندر نیونه په پوره ډول وویني او هغه کسان چې په ختیځه امریکا کې اوسېږي، د سپوږمۍ نیمه تندر نیول شوی حالت به د سپوږمۍ د راختلو پر وخت کې و ګوري.

هغه کسان چې په اروپا او افریقا کې ژوند کوي، د سه شنبې شپې د نړۍ پر وخت ۲ بجو لیدلی شي.

دغه تندر نیونه په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې لمر، ځمکه او سپوږمۍ دریې واړه په یوه کرښه واقع شي.

د لمر رڼا (سپین خطونه) د ځمکې له اتمو سفیر سره ټکر کوي او لمر وړانګې ماتیږي او په تت رنګ سره لیدل کیږي.

دغه وړانګې د سپوږمۍ سطحې ته رسیږي او بیا ځلي د ځمکې پر لور غبرګیږي او دغه چاره د دې لامل کیږي، چې د سپوږمۍ مخ سور ډوله، ښایسته بڼه ځانته غوره کړي.

د سپوږمۍ تندر نیول په منځني ډول په کال کې ۲ یا ۳ ځلې رامنځته کیږي.

د ځمکې له هرې نکتې سپوږمۍ له افق څخه جګوي، په پوره ډول او یا هم په ځینو سیمو کې نیمايي لیدل کیږي.

که د ځمکې په چاپېر کې د سپوږمۍ دوران ۵ درجې د نوروسیارو په پر تله چې د لمر په شاوخوا کې چورلي لوړ نه وی، هره میاشت به سپوږمۍ تندر نیوله.

دغه ۵ درجې تفاوت د دې لامل شوی، چې سپوږمۍ ۵ درجې د ځمکې له سیوري په منځنۍ برخې کې  پاس او یا ښکته تېره شي.

د دوشنبې په شپه سپوږمۍ د ځمکې د سیارې له  سیوري لاندې راځي او دې ته توره تیاره ویل کیږي.

په دغه توره تیاره کې یواځې هغه رڼا، چې له لمر څخه سپوږمۍ ته رسېدلې ده، دا هماغه رڼا ده، چې د ځمکې له اتموسفیر څخه تیره شوې او په سره رنګ سره ښکاري.

په ټوله کې دغه رڼا د سپوږمۍ پر مخ تیاره او د رنګینو ستنو په شان د ژیړ او خاورین رنګ په څېر ښکاریږي.

د تندر نیونې وخت توپیر لري.

دغه تندر نیونه به له ۳ ساعتونو زیات وخت ونیسي، ۱ ساعت او ۱۲ دقیقې به د ځمکې په پوره سیوري کې وي.

خو په افغانستان کې به یواځې د سپوږمۍ راختلو په وخت کې په معمولي ډول او د روښانه سیوري په ډول ولیدل شي.

له لاندني جدول څخه د سپوږمۍ تندر نیونه د دوشنبې په شپه د کابل او نړۍ پر وخت مهال ویش ښيي.

 

پېښه

د نړې پر وخت (28 سپټمبر)

د کابل پر وخت

 له کابل څخه د لیدنې وړ

سیوری روښانه پېلیږي

د سهار په ۱۲ بجو  ۱۱ دقیقو او ۴۷ ثانیو 

د سهر ۴ بجې ۴۱ د قیقې او ۴۷ ثانیو

هو

معمولي تندر نیونه

د سهار په ۱ بجې ۷ دقیقو او ۱۳ ثانیو

د سهار ۵ بجې ۳۷ د قیقې او ۱۳ ثانیې

هو

بشپړ تندر نیونه

 د سهار په ۲ بجو ۱۱ دقیقو او ۱۳ ثانیو

د سهار ۶ بجې ۴۱ دقیقې او ۱۲ ثانیې

نه، له افق څخه لاندې موقیعت لري

د تندرنیونې زیات نه زیات

د سهار په ۲ بحو ۴۷ ثانیو او ۹ دقیقو

د سهار ۷ بجې ۱۷ د قیقې او ۹ ثانیې

نه، له افق څخه لاندې موقیعت لري

د تندر نیونې پوروالی ختمیږي

د سهار په ۳ بجو ۲۳ د قیقو او ۵ ثانیو

د سهار ۷ بجې ۵۳ د قیقې او ۵ ثانیې

نه، له افق څخه لاندې موقیعت لري

معمولي تندر نیونه پای ته رسیږي

د سهار په ۴ بجو ۲۷ قیقو او ۵ ثانیو

د سهار ۸ بجې ۵۷ د قیقې او ۵ ثانیې

نه، له افق څخه لاندې موقیعت لري

روښانه سیوری پای ته رسیږي

د سهار په ۵ بجو ۲۲ د قیقو او ۳۱ ثانیو

د سهار ۹ بحې ۵۲ د قیقې او ۳۱ ثانیې

له افق څخه لاندې قرار لري

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام