وروسته له هغه چې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د خپل سیاسي رقیب احمد ایشچي پر جنسي ځورونې تورن شو؛ ترکیې ته ولاړ چې تراوسه هېواد ته نهدی راستون شوی؛ خو هېواد ته د ښاغلي دوستم راستنېدلو په درشل کې احمد ایشچي سلام وطندار سره په مرکه کې ویلي چې د ښاغلي دوستم راتګ د هغه محاکمې بهیر اسانه کوي.
ښاغلي ایشچي وویل چې حکومت د هېواد له قضايي نظامه د ښاغلي دوستم دوسيې د حذفولو حق نهلري او پهدې برخه کومه ډله باید د هغه په نیابت له دوستم سره مذاکرات ونهکړي.
د ښاغلي ایشچي په وینا، حکومت د ده د دوسې د تعقیب په برخه کې ناغېړي کړي او د عدالت پلي کېدو په موخه د دوستم په اړه یې نړۍوالې جزايي محکمې ته هم شکایت کړیدی.
د ده په خبره، د قضیې په اړه یې ۷ کسان په سزا محکوم دي؛ خو تر اوسه حکومت نهدي نیولي.
حقوق پوه او د پوهنتون استاد موسی فریور وايي چې پر احمد ایشچي د ښاغلي دوستم د جنسي تېري ادعا د محاکمو پړاو ته دننه شوې او هېڅوک حق نهلري چې دا دوسیه حذف کړي.
د سیاسي چارو شنونکی اسحاق اتمر هم ورته نظر لري. د ده په باور، د ښاغلي دوستم قضیه حقوقي ده، نه سیاسي او ولسمشرغني د هغه د بښلو حق نهلري.
ښاغلي اتمر زیاته کړه، یوازې ایشچي حق لري چې د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په مقابل کې له خپلې دعوې تېر شي.
لویه څارنوالي او ولسمشرۍ ماڼۍ پر احمد ایشچي باندې د عبدالرشید دوستم او د هغه د ساتونکیو له لوري د تجاوز د قضیې په اړه څه نه وايي؛ خو ځېنې سرچینې وایي چې ولسمشر له دوستم سره هوکړې ته رسېدلی چې دا دوسیه ونه څېړل شي.