نړیوالو رسنیو خبر خپور کړی، چې د دوبۍ مشهور مېله ځای او سوداګریز مرکز «برج خلیفه» اور اخیستی دی.
په دغه څو پوړیزه ودانۍ کې د خوښيو په شپو ورځو کې خورا پرتمین جشنونه جوړېږي او نن هم د ۲۰۱۶ میلادي کال د لومړۍ شپې د نمانځنې له پاره ډېر شانداره شوی، چې د له بېلابلو خواوو نه یې د اور لمبې پورته کېږي.
د اورلګېدنې اصلي لامل لامعلوم نه دی، چې دا کار قصداً شوی او که کومه بله پېښه رامنځته شوې ده.
د برج خلیفه له ودانۍ نه اوس هم لمبې پورته کېږي.
د برج خلفه د ودانۍ کارونه په ۲۰۰۴ کال کې پیل شوي وو او د ۲۰۱۰ کال په جنورۍ میاشت کې بشپړ شول. دغه برج د همدې ودانۍ د پرانېستې پر وخت د شیخ محمد بن راشد ال مکتوم له خوا، چې د دوبۍ امیر و؛ د «خلیفه» په نوم ونومول شو.
برج خلیفه ۸۲۸ متره لوړوالی، ۱۶۰ طبقې، له زرو نه ډېر اپاتومانونه، ۴۹ اداري طبقې او د برج د اوسېدونکو له پاره یو ځانګړی کتابتون لري.
د دې تر څنګ د برج خلیفه په وروستیو پوړیو کې ۱۶۰ کوټه ییز هوټل هم جوړ شوی، چې د ایټالیوي موډ په نامه یادېږي.