د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې د کابل ښار په دهمزنګ سیمه کې د ځانمرګي برید له امله ۹ تنه وژل شوي دي او ۱۲ تنه ټپیان دي.
خو د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ایوب سالنګي وايي، چې په دې چاودنه کې ۱۰ تنه وژل شوي دي او ۲۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
دغه چاودنه نن (دوشنبه) شاوخوا ماسپښین دوه بجې را منځته شوه.
ځانمرګی برید ګر پلی و او هڅه یې کوله، چې د مراجعینو سره یو ځای د عامه نظم پولیسو ودانۍ تر ور دننه شي، خو د امنیتي ځواکونو له خوا وپېژندل شو او سم لاسي یې چاودنه وکړه.
د سیمې خلک وايي، چې چاودنه زیاته زوروره وه او په لرې سیمو کې یې غږ اورېدل شوی دی.
وسله والو طالبانو د برید مسوولیت منلی دی.
ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند بولي ویلي دي، چې په دغه برید کې له ۴۰ تنو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او زیاته کړې یې ده، چې د پېښې زیات ژوبل شوي کسان پولیس دي.
خو له بل لوري د کابل پولیسو وايي، چې په دغه ځانمرګي برید کې ولسي خلک وژل شوي دي.
طالبانو ویلي دي، چې دغه ځانمرګي بریدګر له پخوا څخه سیمه څارله او نن ورځ خپلې موخې ته ورسېد.