د درې‌اړخیزې غونډې ژمنې او هوکړه‌لیک له‌مخې ګډه مبارزه

بالاخره نن په کابل کې له میاشتو انتظار وروسته د افغانستان، چین او پاکستان درې‌اړخیزه غونډه د درېیوو واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون جوړه شوه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني په‌دې غونډې کې وویل چې په افغانستان کې ثبات او امنیت، د سیمې امنیت پورې تړلی دی او په همدې موخه یې د تروریزم د له‌منځه‌وړلو له‌پاره جدي تدبېرونه نیولي دي.

د ښاغلي رباني په خبره،افغانان سوله غواړي او هغوی په‌دې غونډې کې د درېیوو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او سرحدي مرستو یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ چې په رڼا کې به یې د امنیت او له ترورېزم سره مبارزه، اقتصادي پراختیا او سیمه‌يیز اتصال او د مصالحې او سیاسي اعتماد را منځته‌کولو په برخه کې کار کوي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، سولې ته د رسېدو له‌پاره د افغانستان او پاکستان د پلان پلي کول؛ په‌دې غونډې کې د دوی د بحث بل اړخ و او له ګاونډي پاکستانه یې وغوښتل چې د سولې په پروسه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د اعتماد فضا نه‌شتوالي ته په اشاري سره وايي، افغانستان ته د راتلو څخه یې موخه په درې اړخیزې غونډې کې د برخه اخېستلو تر څنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اعتماد رامنځته‌کول، د افغانستان د سولې پروسې ته د طالبانو هڅونه او د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي پراختیا ده.

د ده په خبره، دی دلته راغلی چې د افغانستان جګړه کې دخيلې ډلې وهڅوي چې د افغانستان له سولې سره یو ځای شي او ډاډ ورکوي چې پاکستان خپل نقش لوبوي او کوښښ کوي چې د سولې پروسه ښه پرمخ ولاړه شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د سولې په خبرو کې د چین هېواد رول د ارزښت‌وړ ګڼي او وايي، افغانستان، پاکستان او چین د تروریزم قربانیان دي او دوی ژمن دي چې په ګډو هڅو به له دې پدیدې سره د مبارزې په برخه کې کار کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي درې‌اړخيزې غونډې په افغانستان کې سولې ته د رسېدو ښه فرصت په ګوته کوي او وايي، هڅه کوي چې طالبان د خبرو ـ اترو مېز ته راوبلي.

د وانګ یو په خبره، چین او پاکستان د افغانانو په رهبرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه وویل چې افغانستان او پاکستان په‌دې غونډې کې د اړیکو د ښه‌والي له‌پاره موافقې ته رسېدلي دي. هغه له افغانستانه وغوښتل چې د پاکستان ـ چین له هوايي دهلیزه هم ګټه پورته کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام