د داعش ډلې له لوري په خراسان کې ټاکل شوی والي و وژل شو

د افغانستان د ملي امنيت عمومي ریاست وايي، چې د داعش ډلې لوړپوړی چارواکی د ډرون بريد په واسطه په ننګرهار ولایت کې وژل شوی دی.

د ملي امنيت له لوري د دغه شخص نوم حافظ سعيد ویل شوی، چې د دغې ډلې په تشکیلاتو کې د خراسان والي و.

د راپورونو له مخې نوموړي په افغانستان او پښتونخوا کې يي په دې وروستیو کې ګڼ پلویان په ځان پسې کړي هم و .

د ملي امنیت ریاست له لوري رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې ويل شوي، چې نوموړی يې تېره شپه وژلی دی.

د افغانستان د استخباراتو ریاست وايي، چې د داعش د ترهګرو ډلو د موقعیت او محلونو په اړه کره اطلاعات له اېتلافي ځواکونو سره همغږي کړل، چې په پایله کې یې د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ د تختو په سیمه کې د داعش ډلې د راټولېدو پر ځای د یو هوايي برید په ترڅ کې د داعش ډلې د مشر حافظ سعید په ګډون ۳۰ تنه یې له منځه ولاړل.

د ويلو ده، چې له تېرې اوونۍ راهیسې پر داعش ډلې باندې دا د ملي امنيتي ځواکونو درېيم لوی برید دی، چې ترسره کيږي.

له دې وړاندې د داعش ډلې دويم شخص ګل زمان د خپل مرستيال جهانګير سره يې يوځای د ننګرهار په همدې سيمه ووژل شو .

د تېرې پنجشنبې په ورځ د طالبانو ویاند مولوي شاهد الله شاهد هم په همدغه ولسوالۍ کې ووژل شو.

څو ورځې وړاندې د افغانستان د ملي امنيت عمومي ریاست د یو ويډيو په خپرولو سره اعلان وکړ، چې د داعش ډلې د ځپلو له پاره يې خاصه وسله واله قطعه جوړه کړې ده.

اخوا بیا د ننګرهار والي سلیم کندزی هم  وايي، چې تېر مازیګر ناوخته د اچین ولسوالۍ په مامند سیمه کې د ایساف په هوايي برید کې ۳۰ تنه وسلوال وژل شوي دي.

چارواکي زیاتوي، د دواړو ډلو ترمنځ په خپل منځي نښتو کې هم یو شمېر کسان وژل او ټپیان شوي هم دي.

بل پلو د سیمې ځايي اوسیدونکي وايي، چې د دواړو وسله والو ډلو د نښتو له مله لسګونه کورنۍ بې ځایه شوي دي او یو شمېر کسانو ته په کې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

وسله والو طالبانو او داعش وسله والې ډلې تراوسه پورې په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

د ننګرهار په شینوارو کې کابو له تېرو څلورو میاشتو راهیسې د دواړو داعش او طالب وسله والو ډلو ترمنځ وسله والې نښتې روانې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام