داعشیانو د جوزجان ولایت په څوو ولسوالیو کې د «اتصالات، روشن او اېمټياېن» مخابراتي شبکو فعالیتونه تړلي دي.
یوې باوري حکومتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته ویلي چې داعشیانو د قوشتپې او درزاب اوسېدونکیو او د مخابراتي شبکو مسوولانو ته خبرداری ورکړی چې له ولسوالیو نه بېرون چا سره اړیکه ونه نیسي.
د هغه په وینا، داعشیانو د درزاب ولسوالۍ په څوو کلیو باندې له برید وروسته دا خبرداری ورکړیدی.
د جوزجان د امنیت امر عبدالحفیظ خاشې هم پهدې ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو د فعالیتونو تړل تاييدوي.
داعشیانو تر دامهاله پهدې اړه څه نهدي ویلي.