ولسمشر محمداشرف غني، لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم، اجرایوي رییس عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او ځېنو حکومتي او سیاسي څېرو نن د هېواد خپلواکۍ بیاځلي اخېستلو د ورځې نمانځلو په پار په دفاع وزارت کې د ازادۍ منار پښو ته د ګلو ګېډۍ کېښودې.
له بل لوري د ننګرهار چارواکیو او اوسېدونکیو هم د غازي امانالله خان په قبر باندې د ګلونو ګېډیو په اېښودلو سره دا ورځ ونمانځله.
د ملي یووالي حکومت اعلان کړی چې دا ځل به د خپلواکۍ بېرته اخېستلو ورځ د غازي امانالله خان له وخته په راپاتې ستر قصر «دارالامان» کې نمانځي.
د افغانستان شاه غازي امانالله خان له ننه پوره ۹۹ کاله مخکې له بریتانیا نه خپلواکي واخېسته او بریتانیا هم د افغانستان خپلواکي په رسمیت وپېژندله.