د خلیل‌الله خلیلي دوه‌دېرشم تلین ونمانځل شو

د افغانستان د وتلي شاعر او لیکوال خلیل‌الله خلیلي د ۳۲ تلین یادون نن په کابل کې وشو.

اجرایوي رییس عبدالله عبدالله په یاده غونډه کې وویل، شاعران د هېواد معنوي پانګه ده او د شاعرانو ژوند په اړه غفلت د دې لامل کېږي چې راتلونکي نسلونه د دغه غفلت زیان وګالي.

عبدالله زیاته کړه، د خلیلي شعرونه د هغو دردونو او کړاوونو څرګندویي کوي چې افغانانو په څو پېړیو کې ګاللي دي. 

په همدې حال کې د خلیل‌الله خلیلي زوی مسعود خلیلي وایي، که پلار یې ژوندی وای، له طالبانو نه به یې غوښتي و چې سوله وکړي او خپل خلک تر دې زیات و نه کړوي.

په دغو مراسمو کې یو شمېر شاعرانو او د پوهنتون استادانو په فارسي شعر کې د خلیل‌الله خلیلي د رول او ځای په اړه خبرې وکړې او هغه یې د ملي یووالي سمبول وباله.

خلیل‌الله خلیلي په ۱۲۸۶ کال کې په کابل کې وزېږېد او په ۱۳۶۶ کال کې د پاکستان په اسلام‌اباد کې ومړ. د هغه جسد څو کاله وروسته افغانستان ته راولېږدول شو او په کابل پوهنتون کې د سیدجمال‌الدین افغان د قبر څنګ ته خښ کړای شو. 

سلطنت غزنویان، فیض اقدس، احوال و اثار حکیم سنایي، از بلخ تا قونیه، یمگان، نی‌نامه او عیاری از خراسان د خلیل‌الله خلیلي مهم اثار دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام