د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۴۲۷ دوسیې حکومت ته لېږل شوي

د خبریالانو د دوسیو د څېړلو عدلي او قضايي کمېټې د کار پایله نن (سه شنبه می ۳۱مه) اعلان شوه. د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ (نی) رییس عبدالمجیب خلوتګر په کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې دې کمېټې تر اوسه پورې دوه غونډې کړي دي او د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۶۷۹ دوسیې یې څېړلي دي.

خلوتګر وویل، چې په څېړل شویو دوسیو کې ۶۰ پېښې د قتل، ۴۶پېښې د ټپي کېدو، ۲۲۲پېښې د وهلو او ټکولو، ۸۴ پېښې د نیول کېدلو، ۲۹ پېښې د برمته کېدو او ۲۳۸ پېښې هم خبریالانو ته د مرګ ګواښ کول شامل دي.

نوموړی وايي، چې له ۶۷۹ دوسیو څخه  ۲۵۲ یې د زیات وخت نیولو له امله څنګه ته شوي دي او ۴۲۷ دوسیې د څېړلو له پاره اړوندو بنسټونو ته لېږل شوي دي.

د نی اجرایوي رییس وویل، چې د ملي امنیت لوی ریاست، د کورنیو چارو وزارت، د بهرنیو چارو وزارت او لویه څارنوالي به دغه دوسيې د ولسمشرۍ ماڼۍ سره په همغږۍ په ټاکل شوي وخت کې تعقیبوي.

د خبریالانو د دوسیو د څېړلو عدلي او قضايي کمېټه تېر کال د ولسمشر د فرمان پر بنسټ جوړه شوه.

په دې کمېټه کې د ملي امنیت، لویې څارنوالۍ، د بهرنیو چارو وزارت، د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د خبریالانو د فدراسیون او رسنیو ۵ غړي شامل دي.

د دې کمېټې د څېړنو پایله په داسې حال کې خپرېږي، چې خبریالان د رسنیو حقونو مدافع بنسټونو له کړنو شکایت کوي او د دغو بنسټونو کارونه د قناعت وړ نه بولي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام