د حکومت ۶ منتقد خبریالان سخت امنیتي ګواښ سره مخ دي

د ازادو رسنیو ملاتړ دفتر یا نی مسوولانو نن ورځ کابل کې خبري غوندې ته وویل داسې ریپوټونه ور رسېدلي چې په کندهار کې د خبریالانو وضعیت اندېښمنونکی دی او د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ د حکومت ۶ منتقد خبریالان پر کورونو کېنولي دي.

خبري غونډې ته د نی اجرایوي رییس مجیب خلوتګر وویل د کندهار  امنیې قوماندانۍ او امنیتي چارواکیو دغو خبریالانو ته ویلي د امنیتي ګواښونو په سبب باید له خپلو کورونو کار وکړي.

د ښاغلي خلوتګر په وینا، د خبریالانو محدودول ګته نه‌کوي او د کندهار امنیتي چارواکیو دا کړنه خبریالي درولی نه‌شي.

خلوتګر زیاتوي، کندهاري خبریالان له سختو ستونزو سره مخ دي او پر کورونو د خبریالانو کېنول د هغوی پر روح او روان ناوړه اغېز کړی دی.

د نی مسوولانو په وینا، د کندهار امنیتي چارواکي د ځایي خبریالانو خصوصي ژوند کې لاسوهنه کوي چې دا عمل ناقانونه دی.

ومو غوښتل په دې اړه د کندهار امنیې قوماندانۍ نظر ته هم په ریپوټ کې ځای ورکړو خو له ډېرو هڅو سره ـ سره ونه توانېدو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام