.jpg)
عبدالمتین د خپلې کورنۍ تر ټولو کشری و او تازه یې واده کړی و. نوموړی دوه میاشتې مخکې د افغان امنیتي ځواکونو له لیکو سره یو ځای شو.
مېرمن یې وايي، چې عبدالمتین ورته د اختر د روخصتۍ او کور ته د ورتګ له پاره لا د مخه یې په ټیلیفون کې زېری ورکړی و، او ورته یې ویلي و، چې د ده د خوښې خواړه پاخه کړي.
مېرمن يې وویل، مرګی پرې را مخته شو او د مسافرۍ ستړتیایې په مرګ دمه شوه.
د عبدالمتین مور کیسه کوي، چې "زوی یې د زړه په وینو لوی کړی و، خو د حکومت غفلت د ژوند ټوله شتمني ورنه د تل له پاره واخیسته."
دغه ځواني مرګ سرتېره ۲۲کلن و او دی هم د میدان وردګو د اجل نیولي کاروان ملګری و، چې طالب بریدګرو د روژې په میاشت کې په وینو لت پت کړل.
د حکومتي شمېرو له مخې په دې برید کې ۳۲تنه ځوان فارغ شوي سرتېري او افسران ووژل شول او ۵۸ تنه نور ټپیان شول.
.jpg)
عبدالمتین هم د کابل ولایت د شکر درې ولسوالۍ استوګن و او له پلار یې د بزګرۍ کسب کولو.
د عبدالمتین مشر ورور شیراغا وايي، چې د اقتصادي ستونزو له امله یې ورور د امنیتي ځواکونو لیکو ته ورغی، دی زیاتوي، څو ځلې یې د خپلوانو په وسیله د ده د کار مخنیوی وکړ، خو دی له خپلې پرېکړې تېر نه شو.
شیراغا وايي، چې "حکومتي چارواکي له طالبانو سره لاس لري، کنه! هېڅ امکان نه لري، چې پلازمېنې ته په نږدې سیمه کې دومره ستر کاروان د طالبانو تر برید لاندې راشي."
دا لومړي ځل نه دی، چې د عبدالمتین په کور د ویر زېری کېږي، له دې مخکې هم دې کورنۍ دوه تنه غړي د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې قرباني ورکړي دي.
له میدان وردګو کابل ته د پولیسو په روان کاروان د طالبانو له برید وروسته حکومت د دې پېښې د څېړلو له پاره د معمول په څېر یو پلاوی وټاکه او په دې اړه یې د ۱۰ حکومتي چارواکو دندې هم وځنډولې.
د دې پېښې مسوولیت وسله والو طالبانو واخیست. ډېر افغانان په دې باور دي، که طالبان په حکومت کې د ننه جاسوسان ونه لري، دوی نه شي کولی دا ډول بریدونه وکړي.