د حکومت دوه کلني او د ټاکنیز نظام سمون په ژمنه کې پاتې راتلل

ملي یووالي حکومت د سیاسي هوکړه لیک په اساس د دوو ډلو ترمنځ او د امریکا په منځګړیتوب ایجاد شو.

په سیاسي هوکړه لیک کې د ذکر شویو موادو له جملې یو هم د افغانستان په ټاکنیز نظام کې د سمون راوستل و، چې د اوسني حکومت په دوه کلن کېدو سره سره لا هم په ټاکنیز نظام د سمون کمېسیون غوښتنې نه دي پوره شوي.

په دې اړه ځینې سیاسي کارپوهان، د ټاکنو بنسټونه او د سیاسي هوکړه لیک د پلي کولو د کمېسیون غړي په دې اند دي، چې د ملي یووالي حکومت مشرانو په دغو دوو کلونو کې د سیاسي هوکړه لیک د پلي کولو له پاره پوره وخت درلود؛ خو د دوی په منځ کې نه همغږي د دې لامل شوه، چې د هوکړه لیک مواد عملي نه شي.

د افغانستان د ازادو ټاکنو ( فیفا) غړی حسیب معترف سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې د ملي یووالي حکومت مشران د ټاکنو د سمون په اړه همغږي نه وو او دواړو مشرانو د سیاسي هوکړه لیک په پلي کولو کې بې غوري کړې.

د معترف پر وینا، که د ټاکنو په نظام کې اصلاحات رانه شي افغانستان کې به سیاسي ثبات، د حکومت مشروعیت او ولسواکي په ټکر کې وي.

سیاسي کارپوه عزیز رفیعي هم وایي، چې د ملي یووالي حکومت په منځ کې د ټاکنو د نظام د سمون له پاره هېڅ جدي هوډ موجود نه دی او د حکومت مشران په دې اړه خپل وخت تېروي.

رفیعي وایي، چې د ساسي هوکړه لیک په اړه د حکومت بې غوري، د سیاسي نظام مشروعیت تر سوال لاندې راولي.

په همدې حال کې د سیاسي هوکړه لیک د عملي کولو کمېسیون غړی محمد ناطقي سلام وطندار ته وویل، چې د دوو کلونو په موده کې د ملي یووالي حکومت مشرانو د سیاسي هوکړه لیک په پلي کولو کې له یو بل سره همغږي نه وو او د عملي کولو له پاره یې جدي ګامونه نه دي پورته شوي.

ناطقي زیاتوي، چې حکومت د ټاکنو د سمون د ځانګړي کمېسیون په وړاندې هم بې غوري کړې او د دغه کمېسیون پرېکړې یې په نظر کې نه دي نیولي.

ناطقي وايي، ځینې کسان تېروتنه کوي او وایي، چې سیاسي هوکړه باید د حکومت له عمر سره سم پلی شي، په داسې حال کې چې دغه هوکړه لیک د ملي یووالي حکومت له دندو څخه دی او د حکومت مشران باید ورته درناوی ولري او هغه پلی کړي.

خو د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وایي، د حکومت د مشرانو په منځ کې هېڅ اختلاف موجود نه دی او زیاتوي، چې د ټاکنو قانون د ولسمشر له خوا توشیح شوی او ډېر ژر به د دغه کمېسیون غړي معرفي شي.

مرتضوي وايي، چې له تېرو ټاکنو په تجربې ټاکنې به په سمه فضا کې رڼې ترسره شي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال وایي، چې د ولسمشر په حکم به د ټاکنو کمېټه په خپل کار پیل وکړي او تمه ده، چې دغه کمېټه د نویو غړو له څېړلو ورسته ټاکل شوي کسان معرفي کړي

د سیاسي کارپوهانو د نظر په خلاف، د ملي یووالي حکومت مشران پر دې باور دي، چې د اوسني نظام مشروعیت د سیاسي هوکړه لیک په پلي کولو پورې اړه نه لري او حکومت کولی شي، بیا هم همداسې پرمخ ولاړ شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام