پرته له سرلیکنې نوره لیکنه د سلام وطندار نظر نه څرګندوي.
هېواد د حوادثو قرباني دی، جګړې د افغانستان هرې څنډې ته لمن غځولې او کابل خو بیا په یوې ماتمکدې بدل شویدی. رواني ارامتیا او امنیت نهشته او د کابل واټونه د مرګ د تلکونو په شان دي؛ خو د دې وضعیت مقصر څوک دی؟
د داعش او طالب په نامه داوطلبې او مرموزې ډلې د ټولو ځانمرګو بریدونو، چادونو او وژنو مسوولیت په غاړه اخلي؛ همدې حالت د ابهام او پيچیدهګي په رامنځتهکېدا دا پوښتنه پیدا کړېده. ځېنې ډلې پهدې باور دي چې د جهان ستر قدرتونه لکه د امریکا متحده ایالتونه، روسیه او د سیمې ځېنې هېوادونه د وینې په تویولو او لوګیو کې مېلمانه دي. د شایعاتو او اوازو بازار هم ګرم دی او د شکونو او ګومانونو د ځواکمنتیا لهدې لارې شایعه میدان ته داخلېږي. د هېواد سیاسي وضعیت د ستاینې وړ نهدی؛ دواړه ګاونډیان (غني او عبدالله) له یو څه وخت سکوت او تفاهم نه وروسته یو ځل بیا د یو بل ګرېوانونو ته لاسونه واچول.
په ورته وخت کې د ځېنو له لوري د تور پورېکولو ګوتې د حنیف اتمر په نامه مورموز سړي ته نیول کېږي.
ځېنې اتمر متفکر او د ملي یووالي حکومت ستراټېژیست ګڼي چې د حکومت په ټولو خواوو باندې تبحر لري او د جنګ او سولې صلاحیت د هغه په لاس کې دی. پهدې برخه کې مبالغې هم کېږي چې ګوندې ولسمشر هم له هغه متابعت کوي.
واقعیت دا دی چې اتمر په کافي اندازه ناپېژندل شوی کس دی. د هغه له تېره موږ نیمروښانه تصویر لرو. حنیف اتمر د طالبانو له رژیم وروسته د حامد کرزي په دوران کې د کلیو بیارغونې او پراختیا، پوهنې او کورنیو چارو وزیر پاتې شویدی. د اتمر د ستاینې په اړه دا جمله بسنه کوي: پرونی سوسیالست او نننی لېبرال.
اتمر د قومپالنې، د سیاسي رقیبانو د ترور او توطیې، په افغانستان کې د داعش په رامنځته کولو او د واک انحصار په څلورو تورونو کې راګیر دی. په کابل کې وروستي بریدونه د دې سبب شوي چې د ځېنو منتقدانو ګوتې د اتمر په لوري تاوې شي او هغه د دې پېښو په سازمانولو تورن کړي. خو په دومره ډېرو څېرو کې ولې هر ځل اتمر د تورونو د تېغ نښه ګرځي؟
د دې پوښتنې په ځواب کې باید سیاسي او قومي قطببندۍ په نظر کې ونیسو او او د دې قطببندۍ په پایله کې یوې برجستګۍ ته متوجې کېږو؛ حزب جمعیت اسلامي. دې حزب له طالبانو نه وروسته په حکومت کې د قدرت کلیدي نقش لرلو؛ خو د خلیلزاد، علياحمد جلالي، اشرف غني او حنیف اتمر په پرلهپسې تکنوکراتي هڅو کې جمعتیان غاړې ته شول چې د کرزي په دوران کې په واک کې وو او د غني په حکومت کې یوې پایلې ته ورسېدل. عطامحمد نور غاړې ته کړای شو او د غني په حکومت کې د جمعیت ګوند استازی اجرایوي رییس عبدالله عبدالله په بېمخینې ډول په حقارتامیزه دولتي پوسټ راغی.
د جمعیت او تکنوکراتانو ترمنځ تضاد د قوم او ایډیالوژۍ له کبله رامنځته شوی او دغه دوه توپیرونه په تاریخي او اجتماعي مناقشو کې هم جرړې لري. له همدې کبله د کرزي د حکومت پرمهال جمعیت د خپلو قوماندانانو ترور د کرزي جناح او د تکنوکراتانو حلقې ته منسوبولو؛ کله چې د ۳۰۳ پامیر زون قوماندان داود داود ترور شو، شایعه وه چې کرزي په یوې لیدنه کې داود په نسلوژنې تورن کړی و او له دې واقعې وروسته داود موخه ګرځول شوی و. دغه ډول د برهانالدین رباني په ترور کې جمعیت ګوند معصوم ستانکزي ته ګوته نیسي. د جمعیت دغه ډول برداشتونو او تفسیر د غني د حکومت پرمهال هم دوام وکړ. دا ځل د جمعیتیانو حریف (هماورد) لږ غږېدونکی او درونګرا حنیف اتمر دی. کله چې عطامحمد نور، اتمر د داعش په ملاتړ تورن کړ، اتمر دغه تور ته هېڅ په صراحت ځواب ورنهکړ. خو ولسمشر غني له اتمر نه په دفاع عطامحمد نور چلنج کړ :«که مو ثابته نه کړه ټکري پر سر کړئ.»
په ملي یووالي حکومت کې د جمعیت او د غني لوري ترمنځ په رامنځته شوې مناقشې کې په عامو وګړیو کې دا تصور پیدا شوی چې اتمر «هرکاره» دی.
اتمر په عام محضر کې په موسکا راڅرګندېږي او په سیاسي چارو کې صبرناک شخص دی. ګومارل شوي یې هم د نوموړي دغه صفت د هغه د یو امتیاز په توګه یادوي؛ دغه راز د عطامحمد نور پلویان هم د اتمر زړورتیا ستایلې؛ خو د نور سیالانو بیا دغه چاره «شناعت» ګڼي.
ځېنې بیا پهدې اند دي چې اتمر زښت ډېر ځیرک سیاستوال دی او د سیالۍ په ډکر کې د خپلو پلونو نښه نه پرېږدي.
د مشرانو جرګې مرستیال محمدعلم ایزدیار د زوی د جنازې پر مراسمو له ځانمرګي برید وروسته جمعیت ګوند پر ولسمشر غني نیوکې وکړې او غوښتنه یې وکړه چې اتمر له دندې ګوښه کړي؛ د جنازې په مراسمو کې د جمعیت رهبرانو هم ګډون کړی و.
پر اتمر د جمعیت ګوند نیوکې د تاجیکو لوستي پاړکي ته هم واردې شوي، د تاجیکو لوستي پاړکي ځېنې منتقدان د جمعیت د رهبرانو پلویان (حواریون) دي.
خو واقعیت دا دی چې د جمعیت ګوند مشران ځانه سره د سړې جګړې د پېر تجربې لېږدوي چې دا د نن ورځې شرایطو لهپاره ځواب نه ورکوي، د ګوندي او دولتي څوکیو میراثيکېدل او د کادرونو کموالی د جمعیت ګوند دریځ کمزوری کړیدی. له بل لوري د جمعیت ګوند مشرانو په تېرو ۱۷ کلونو کې بېکچې شتمني راټوله کړې، په شتمنۍ کې ډوب او په فساد کې ککړ شويدي.
یوازې جمعیتیان او تاجیکان نهدي چې په اتمر شک او نیوکه کوي؛ د هزارهګانو روڼاندي هم په اتمر شکمن دي او د هزارهګانو پر غونډو بریدونه پهده پورې منسوبوي، خو د هزاره روڼ اندو دلیل د تاریخي تنازعاتو او د حکومت ناسیونالیستي چلندونو له امله دی؛ اوزبیکان هم پهدغه ردیف کې دي.
پر اتمر د دغو ټولو نیوکو او سنګینو تورونو سره ـ سره تراوسه پهدې اړه هېڅ مستند شواهد نهدي وړاندې شوي؛ خو اوس هم دغې کیسې د اتمر پيچیدهګي نه ختمه کړې.