د جنیوا غونډه؛ د افغانستان ښوونیز نظام اقتصادي ګټې نه‌لري

ولسمشر محمداشرف غني په جنیوا غونډې کې چې د افغانستان په اړه جوړه شوې وویل، د افغانستان ښوونیز نظام هېڅ اقتصادي ګټه نه‌لري.

د ولسمشر په وینا، تر هغې چې زده کوونکي په یوې ځانګړې برخې کې زده کړې و نه‌کړي، بدلون نه راځي او په‌کار ده چې په‌دې برخې کې ځیرک کسان وګومارل شي. نوموړی وايي، د افغانستان بل پام د هېواد طبیعي سرچینو ته ده. ولسمشر غني زیاته کړه چې د افغانستان د کانونو اېستلو لګښت له یو ټرېلیون ډالرو ډېر دی او د یادو طبیعي سرچینو اېستل د هېواد له ثبات سره مرسته کوي.

ښاغلي غني دغه راز د کانونو قانون د اصلاحاتو برخې کې د ملي یووالي حکومت فعالیتونو ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې حکومت په‌ دغې برخې کې ښې لاسته راوړنې لري.

ولسمشر غني وویل، د افغانستان د اقتصادي څرخ ګرځوونکیو (کروندګرو) ستره ستونزه د هغوی د ټولنو نه موجودیت دی. د ولسمشر په وینا، کروندګر د خپلو تولیداتو پروسس او صادرولو برخه کې ملاتړ ته اړتیا لري.

ښاغلی زیاتوي، د افغانستان صادارات له وارداتو سره ډېر توپیر لري چې د دغه ستر توپیر یوازینی لامل د باغ‌لرونکو او کروندګرو د ستونزو نه مشخصول دي.

نوموړي د افغانستان د ډېرو صادراتو لامل د درېوو برخو، حکومت، خصوصي سکتور او مدني ټولنو ترمنځ ټکر یاد کړ او ویې ویل چې دغه درې اړخونه  باید یو د بل پر وړاندې و نه درېږي.

د افغانستان ولسمشر وايي چې د تولیدوونکیو او لګوونکیو ترمنځ باید اړیکه جوړه او د کسانو پرځای، پر بنسټونو تمرکز وشي.

ولسمشر غني دغه راز زېربناوو ته په اشارې وویل چې تر زېربناوو، په ځانګړې توګه برېښنا پرته بدلون نه راځي. نوموړی زیاتوي، باید پوه شو چې څه ډول د خپلو محصولاتو کیفیت لوړ کړو او له نړېوالو سره اړیکه ونیسو.

ولسمشر غني تېره ورځ ماښام د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د سویس مرکز جنیوا ته ورسېده. له ولسمشر سره په دغه سفر کې اجرایوي رییس عبدالله عبدالله، یوشمېر وزیران، د خصوصي برخې او مدني ټولنو استازي ملتیا کوي. دغه راز تر ۶۰ د زیاتو هېوادونو او نړېوالو بنسټونو استازي هم به دغه کنفرانس کې برخه لري.

جنیوا غونډه له افغانستان سره د هغو مرستو په اړه د شویو ژمنو بیا تازه کولو له‌پاره جوړ شوی چې په ۲۰۱۶ کال د بروکسېل په غونډه کې له افغانستان سره شوې وې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام