د جنیوا غونډه؛ افغانستان له لاسته راوړنو سره سره له فساد سره لاس او ګرېوان دی

ولسمشر غني د دغې غونډې په دویمه ورځ وویل، که څه هم د ملي یووالي حکومت له فساد سره د مبارزې برخې ښې لاسته راوړنې لري، خو اوس هم دغه پدیده په افغانستان کې ستره ستونزه ده.

ښاغلی غني وايي، د افغانستان حکومت له فساد سره د مبارزې له‌پاره پیاوړې اراده لري او هغه کسان چې په‌کې ښکېل وي، که حکومتي چارواکي هم وي، محاکمه به شي.

ولسمشر غني هېواد کې تېرو ټاکنو ته په اشارې وویل، افغانان سوله غواړي او په ملي پروسو کې د هغوی پراخ ګډون یې ښه ښکارندويي کوي.

ولسمشر وویل، په افغانستان کې ښځینه او نارینه د خپلې راتلونکې له‌پاره یو د بل ترڅنګ کار کوي چې موږ ته د نوي نسل د بدلون زېری راکوی. نوموړی زیاتوي، د ملي یووالي حکومت په څو کلونو کې په نږدې ۳۵۰ قوانینو او مقررو کې سمون راغلی او افغانستان د لومړي ځل له‌پاره د ملګرو ملتونو په څېر د نشه‌يي توکو پروړاندې قانون ته لاسرسی پیدا کړی دی.

ولسمشر وايي، افغانستان له ۱۰۰ کلونو وروسته وتوانېده چې د لومړي ځل له‌پاره د ښارواليو قانون مشخص کړي. دغه راز په اقتصادي برخې کې یې هم ځینې اصلاحات راوستي او همدا لامل و چې نړېوال بانک د افغانستان غونډې په رسمیت وپېژندلې.

ولسمشر غني وویل، افغانستان اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلې کېدو برخې کې ښې لاسته راوړنې لري او په ستره محکمه کې رامنځته شویو اصلاحاتو ته په اشارې یې وویل، حکومت په لنډمهال کې په یاده قوه کې حقوقي اصلاحات راوستي دي.

د نوموړي په وینا، په ۲۰۱۶ کال کې ۱۷۵۰ افسران په کورونو کېنول شوي چې په تېره یوه لسیزه کې ساری نه‌لري.

ولسمشر غني زیاته کړه، له اصلاحاتو نه یې موخه د افغانستان پر ځان بسیاینه ده؛ نوموړی وايي، هېواد یې له ۴۰۰ میلیونه ډالرو عوایدو کموالي سره مخ و چې حکومت له ۲۰۱۲ کال نه تر ۲۰۱۷ پورې توانېدلی چې ۷۰ سلنه عواید ډېر کړي دي.

ولسمشر د ښځو رول په اړه وویل، د دغه رول ټاکل د حکومت د تګلارې یوه برخه وه او هڅه کوي چې نور یې هم ډېر کړي. ولسمشر ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک د نړۍ په استازولۍ د نړېوال ترورېزم پروړاندې جګړه کوي.

ولسمشر په جنیوا غونډې کې د بې‌وزلۍ او د ماشومانو خوارځواکۍ په اړه هم خبرې وکړې. د نوموړي په وینا، شاوخوا ۴۰ سلنه افغانان له بې‌وزلۍ سره مخ دي او حکومت یې د له منځه وړلو په موخه د هراړخیزې طرحې جوړولو له‌پاره هڅه کوي.

ښاغلی غني زیاتوي، د افغانستان ۶۰ سلنه وګړي تر ۲۵ کلونو کم عمر لري؛ نو ځکه په اقتصادي او پراختیايي تګلارو کې د ځوانانو ګډون ته ځانګړی پام شوی دی. ولسمشر دغه راز په راتلونکیو پنځو کلونو کې د ۶ زره ښوونځیو جوړولو او ۳۰ زرو ښوونکیو د ګومارلو خبر هم ورکړ.

ولسمشر وویل، له څو میاشتو مشورو وروسته یې د سولې خبرو اترو له‌پاره پلاوی ټاکلی چې نوي فصل ته د افغانستان د تلو ښکارندويي کوي.

ولسمشر غني د سولې پروسې په اړه طالبانو ته په خطاب کې وویل، که دا ډله غواړي په اساسي قانون کې بدلون راشي؛ نو دغه بدلونونه  باید د شرایطو له مخې روښانه شي. نوموړي له طالبانو سره د سولې خبرو اترو برخې کې له نړېوالې ټولنې سره د اړیکو دوام او د افغانانو له لوري د سولې پروسې پر مخ تلل یو بل ښه ګام یاد کړ.

ولسمشر وايي، په تېرو څو کلونو کې د حکومت هڅو وښوده چې له ستونزو او خنډونو سره سره د هېواد راتلونکې ته د افغانانو سترګې دي.

په همدې حال کې اجرایوي رییس عبدالله عبدالله په دغې غونډې کې وویل، د سولې خبرې اترې په‌دې مانا نه‌دي چې افغانستان بېرته شاته وګرځي. د نوموړي په وینا، د سولې پروسه دویم پړاو ته داخل شوې او په‌ یاد پروسه کې د لږکیو او ښځو حقونو ته ځانګړی پام شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر صلاح‌الدین رباني په افغانستان کې د ولسي جرګې تېرو ټاکنو ته په اشارې وویل، افغانانو وښوده چې د هر ګواښ پروړاندې درېږي او له خپل سرنوشت نه دفاع کوي.

نوموړي زیاته کړه، افغانستان هیله لري چې د سیاسي حل‌لارې له مخې به روانه جګړه پای ته ورسوي. رباني وايي، جنیوا غونډې د ګواښونو ارزولو او پر ځان بسیاینې له‌پاره د حل‌لارو لټولو له‌پاره ښه فرصت برابر کړی دی.

د صلاح‌الدین رباني په وینا، افغانستان له خنډونو سره سره ځینې لاسته راوړنې هم لري چې خلکو ته د خدماتو وړاندې کولو او د سیمه‌ییزو اړیکو ټینګښت یې ښې بېلګې دي. نوموړي د کاسا زر پروژه، چابهار بندر، ټاپي او د ورېښمو لار پروژې د افغانستان مهمو اقتصادي پرمختګونو په توګه یاد کړل.

بلخوا د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترش د جنیوا غونډې په دویمه ورځ وویل، سره له دې چې په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی، خو د سولې پروسې برخې کې ځینې لاسته راوړنې هم لري. ګوترش زیاتوي، د افغان سولې پروسې رهبري باید د افغانانو په لاس کي وي او تمه لري چې د جنیوا غونډه د افغانستان په ګټه پای ته ورسېږي.

د جنیوا غونډه تېره ورځ د تر ۶۰ ډېرو هېوادونو او ۳۵ نړېوالو بنسټونو په ګډون په سویس کې جوړه شوه. د افغانستان حکومت په دغې غونډې کې د نړېوالې ټولنې له پنځلس میلیارد ډالرو ډېرې مرستې په اړه چې په ۲۰۱۶ کال د بروکسېل په غونډې کې یې ورسره ژمنه شوې وه، نړېوالې ټولنې ته راپور ورکړ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام