د افغانستان د اسلامي ملي جنبش ګوند ویاند بشیراحمد تینج سلام وطندار ته وویل، هغه اوازې چې ګواکې د ولسمشر محمد اشرف غني او جنرال عبدالرشید دوستم ترمنځ شخړې د یوې ټیلفوني اړیکې له لارې حل شوي په کلکه ردوي او وایي، چې ټیلفوني اړیکې شوي، خو شخړې لا پر ځای پاتې دي.
د تینج پر وینا، د دوستم او ولسمشر ترمنځ چې د ټیلفون له لارې خبرې شوي غني د دوستم خبرې منطقي او د منلو نه دي بللي.
هغه وویل: " جنرال صیب هیڅکله نه دي ویلي، چې زموږ ستونزې د ټیلفون له لارې حل شوي، خبرې او اړیکې نیول شوي، خو اساسي غوښتنې په یو ټیلفون او څو جملو سره نه حل کیږي او ویلی شو، چې شخړې نه دي هوارې شوي."
د ولسمشر او دوستم ترمنځ سیاسي شخړې د غورماچ په جګړه کې پیل شوې.
د ولسمشر لومړی مرستیال د دې ولسوالۍ د بیرته نیولو وروسته په یوه غونډه کې وویل، چې د ولسمشر په لاس د قدرت له انحصار او پر قوم پالنې نیوکه لري.
خو دوستم د سې شنبې پر ورځ په جوزجان کې خبري غونډې ته وویل، چې د ولسمشر او د هغه ترمنځ سیاسي شخړې د صبغت الله مجدیدي او د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر په ټیلفوني اړیکې سره هوارې شوي.