د جرمني خلکو په لومړي ځل کډوالو ته بې سارې هرکلی وکړ

جرمني هېواد ته تازه ورغلي پناه اخیستونکو ته د دې هېواد د خلکو له لوري تود هر کلی وویل شو.

وروسته له هغې، چې د جرمني مونیخ ښار پولیسو د ټوېټر په رسمي پاڼه کې اعلان وکړ، پناه اخیستونکو سره مرسته کول ازاد دي، د المان ښاریانو د بېلا بېلو ډالیو په ورکولو سره پناه اخیستونکو ته ښه راغلاست وویل.

د مونیخ ښار پولیسو دا ګومان نه کاوه، چې له اعلانه یو ساعت وروسته دې، پناه اخیستونکي د خلکو له دومره تود هر کلي سره مخ شي.

دغه ښاریانو په خپله خوښه ورغلو کډوالو ته خواړه، د ماشومانو له پاره یې کالي او د څښاک له پاره توکي وروړل، چې په دې کار سره د المان پولیس حیران شول.

د مرستو او ډالیو شمېره دومره زیاته شوه، چې پولیسو یې د ودرېدو غوښتنه وکړه.

د مونیخ ښار پولیسو په ټوېټر پاڼه کې ولیکل، د قطار په تم ځای کې د خلکو خوښیو موږ ته بې حده خوښې راکړې ده، خو له مرسته کوونکو غوښتنه کوو، چې مرستې بسنه کوي او نورې مرستې دې بندې کړي.

د جرمني لومړۍ وزیره انګلا مرکل د پناه اخیستنې خلاف نظر په اړه اندېښنه وښوده او د جرمني له خلکو یې په ټینکار سره غوښتنه وکړه، چې د هغو خلکو له ډلې سره یوځای نه شي، چې د پناه اخیستنې خلاف دي.

کله چې د مجارستان پولیسو پناه غوښتونکو ته د لویدېځې اروپا په لور د تګ اجازه ورکړه، ډلې- ډلې پناغوښتونکي المان ته لاړل.

د المان مونیخ ښار د قطار اصلي تم ځای د زرګونو پناه غوښتونکو شاهد و، چې له مجارستان جرمني ته راغلي و.

د پناه غوښتونکو زیات شمېر د عراق او سوریې اوسېدونکي و.

هغه پناه غوښتونکي، چې جرمني ته تللي دي، نه پوهیږي، چې برخلیک به یې څه وي، خو د یو امن ځای ته رسېدلي او خوښي څرګندوي.

خو په ورته وخت کې تېره ورځ هغه شمېر پناه غوښتونکي، چې غوښتل یې جرمني ته لاړل شي د مجارستان پولیسو قطار ته د ورتګ اجازه ور نه کړه.

ویل کیږي، چې جرمني یواځېنۍ هېواد دی، چې زیات شمېر پناه غوښتونکو ته قبولي ورکوي.

د روان کال په لومړیو ۳ میاشتو کې ۷۳ زره پناه اخیستونکي جرمني ته تللي دي، چې دا شمېره په بریتانیا کې د پناه ورکړل شویو خلکو د شمېرې په پر تله حیرانونکې ده.

په بریتانیا کې ۷۳۰۰ تنو ته پناه ورکړل شوې ده.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام