د ثبات او همپالنې ټیم د رایو د ځانګړې پلټنې پروسه تحریم کړه

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم په کابل کې د خبري ناستې پرمهال د رایو بیاشمېرنې او پلټنې پروسه تحریم کړه.

 د دغه ټاکنیز ټیم جګ پوړي غړي فضل احمد معنوي غونډې ته په خبرو کې وویل چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم له څاروونکيو پرته د جنجالي رایو بیا شمېرنه او پلټنه پيل کړي او د دوی دغه کار د ټاکنو له قانونه سرغړونه ده.

 معنوي خبرداری ورکړ چې که چېرې کمیسیون د رایو په بیا شمېرلو او پلټنه کې قانون رعایت نه کړي، دوی به له دغې پروسې ووځي.

نوموړي د ۲۰۱۴کال ټاکنو ته په اشارې دغه راز وویل چې دا ځل به د ټاکنو خپلواک کمیسیون د پرېکړو پر وړاندې درېدو سره د خلکو د پاکو رایو دفاع کوي.

خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشره حوا علم نورستانۍ بيا وايي دوی ټولو ټاکنیزو ټیمونو ته بلنه ورکړې وه چې خپل څاروونکي د رایو بیا شمېرنې او پلټنې ته واستوي او پر دغه کمیسیون باور ولري.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون له لوري د رایو د بیا شمېرنې او پلټنې ځانګړې پروسه نن له غرمې وروسته د ټاکنیزو ټیمونو او پر ټاکنو د څارونکيو بنسټونو د استازو په ګډون له څو ساعته ځنډ وروسته پيل شوه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام