.jpg)
د روغتیا نړیوالې ادارې د څېړنو پر بنست هر کال په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۶میلیونه انسانان د تنباکو د کارونې له کبله مري.
د دغه راپور د موندنو له مخې په کال کې څه باندې ۵ میلیونه انسانان د مستقیم او شاوخوا ۶۰۰زره کسان د تنباکو د غیر مستقیم استعمال له کبله وژل کېږي.
د دغو شمېرو وېش ښيي، چې په هرو ۶ثانیو کې یو تن د تنباکو د کارونې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
په غونډه کې د عامې روغتیا وزارت مرستیالې ډاکټرې ناجیه طارق وویل، چې دعامې روغتیا وزارت په ۲۰۱۱ م ز کال کې د ټولنیزې او روغتیايي پراختیا موسسې په همکارۍ په کابل ښار کې یوه څېړنه کړې وه، چې له مخې ۳۵سلنه وګړي چې عمرونه یې د ۱۵ کلونو او له هغې زیات دي تنباکو کاروي.

مېرمن ناجیه وايي، چې په زیاتو ولایتونو کې په لویه کچه د ځوانانو، تنکي ځوانانو او ان د ځېنو د انجونو له خوا په زیاته کچه قیلون یا "قلیان" کارول کېږي.
نوموړې همدا راز په غونډه کې وویل، چې قیلون څو ډوله هایدرو کاربن لري او د قیلون یو ځل کارول د سل ځلو سګرټو په پرتله روغتیا ته زیان رسوي.
دوی وویل، چې څه باندې ۸۰ سلنه د تنباکو مصرف کوونکي، په ټيټ او متوسطه عاید لرونکي هېوادونو کې موجود دي، ځکه د دوی پر خبره په دې هېوادونو کې پر تنباکو مالیات کم دي او د ارزانۍ له امله وګړي کاروي.
هغه کسان چې تنباکو او په ځانګړي توګه سګرټ کاروي بېلابېلې ناروغۍ، لکه سرطان، د وینې لوړ فشار، د زړه ناروغي، تنفسي مزمنه ناروغي، شکر، د وینې غوړوالی او د وزن زیاتېدل ورته پیدا کېږي.
په افغانستان کې د تنباکو د کنټرول قانون تصویب او توشیح شوی دی، چې په دې قانون کې د تنباکو د محصولاتو په اعلاناتو بندیز لګول شویي او د تنباکو د محصولاتو مادي او معنوي ملاتړ پر مخنیوي ټینګار شوی دی.