د کابل د ترافیکو ریاست مسوولین وايي، چې په تېرو ۹ میاشتو کې د ترافیکي تخلفاتو له وجې زیات موټر چلوونکي جریمه شوي، چې د دغې جرمې له لارې تر اوسه ۷۰ میليونه افغانۍ ټولې شوې دي.
د ترافیکو عمومي مدیر جنرال اسدالله له سلام وطندار سره د خبرو اترو په ترڅ کې وویل، چې د دغو پاڼو له چاپ او عملي کېدو وروسته د ترافیکو د ریاست عواید هم زیات شوي دي.
هغه وايي، د دغو پېسو ځينې برخې د هغو لویو بار وړونکو موټر چلوونکو پورې اړونديږي، چې د ورځې له خوا د کابل ښار په سړکونو کې تګ را تګ کوي.
یاده دې وي، چې په کابل ښار کې له زیاتو ګڼه ګوڼو څخه د مخنيوي په موخه تل د شپې له خوا بار وړونکي لويې موټرې پرېښودل کيږي او که د ورځې له خوا د کابل پر سړکونو وليدل شي، نو د ترافیکي قوانينو له مخې باید جریمه شي.
د لاسته راغلو معلوماتو له مخې له تېرو ۹ میاشتو راهیسې یوازې په کابل ښار کې ۹۸ تخلفونه درج شوي دي، چې د جریمې له لارې لاس ته راغلې ټولې پېسې يې د دولت بودیجې ته ور زیات شوي دي.
د ترافیکي پېښو په وخت کې د جریمې د پارچې ورکړه د ۸۰ یمې لسیزې وروسته پېل شوي؛ خو داسې ویل کيږي، چې زیات ترافیکان د جعلي پارچو څخه کار اخلي او د جریمې پېسې په خپلو شخصي جیبونو کې اچوي.
خو اسدالله بیا دا ډول څرګندونې ردوي او وايي، چې په مرکز کې ټولې پارچې د اړوندو مسوولینو له خوا هره ورځ څارل کيږي.
د جریمو له لارې د ترافیکو عاید ته په کتو سره داسې اټکل هم کېدای شي، چې ممکن په دغو پارچو کې فساد شوی وي.