
د ولسمشر پخواني لومړي مرستیال او په بُن کنفرانس کې د متحدې جبهې پلاوي مشر محمدیونس قانوني نن په کابل کې یو علمي کنفرانس ته د بُن کنفرانس پرېکړو او لاستهراوړنو په اړه معلومات ورکړل.
ښاغلي قانوني وویل چې بُن کنفرانس د مجاهدینو ستر بری او غوره لاستهراوړنه وه. ده زیاته کړه چې که دا کنفرانس ناکام شوی وی؛ متحده جبهه پاشل کېدله او پاکستان هڅه کوله چې د طالبانو پهواسطه په افغانستان کې خپل ټول پلانونه پلي کړي.
د ښاغلي قانوني په وینا پهدې سره د سختو کورنیو شخړو پیل وېره هم ډېرېده؛ خو بیا هم له په لاس راغلیو موکو نه سمه ګټنه ونهشوه.
ښاغلي قانوني په افغانستان کې ټاکنې، د نوي اساسي قانون جوړول، ولسواکي، د ښځو حقونه، د میلیاردونو ډالرو راتلل او داسې نور د بُن کنفرانس لاستهراوړنې وګڼلې.

خو د علمي کنفرانس یو ګډونوال د ښاغلي قانوني څرګندونې رد او زیاته یې کړه، هغه څه چی د دوی استازيو په بُن کنفرانس کې کړي؛ د مجاهدینو غرور، جهاد او احمد شاه مسعود ارمانونو خلاف وو.
ده وویل د جمعیت اسلامي مشر برهانالدین رباني هم د کنفرانس له ډېرو پرېکړو سره مخالف و.
کنفرانس ته په وینا کې ښاغلي قانوني پر خپل وخت د ولسوالیو، ولایتي شوراګانو، ولسي جرګې او ولسمشرۍ راتلونکیو ټاکنو پر ترسره کېدو ټینګار او د هغو د روڼتیا غوښتنه وکړه.
ده، د ټاکنو نوي سیستم لهمخې ټاکنو ته نوملیکنه کې د لږو خلکو ګډون اندېښمنوونکی وبللو او د ټاکنو خپلواک کمېسیون له چارواکیو یې د پخوانیو تېروتنو سمون وغوښت.