د بهرنيو ځواکونو د ځانګړو عملیاتو عمومي قوماندان کندوز ولايت ته په خپل سفر کې د دشت ارچي ولسوالۍ د ملکي قربانيانو له هغو کورنيو بښنه وغوښته چې بې پيلوټه الوتکې ورباندې بريد کړی و.
د روانې مياشتې په لسمه نېټه دکندوز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو په يوه هوايي بريد کې د یوې ماشومې او دوو مېرمنو په ګډون ۵ ملکيان ووژل شول.
له کندوز ولايته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ناټو د ځانګړو عملیاتو عمومي قوماندان جنرال ډانیو په دې ولايت کې د ملکي قربانيانو له کورنيو سره په ليدنه کې ويلي چې له څېړنو وروسته معلومه شوه چې موخه ګرځېدلي کسان ملکي وګړي دي او په دې اړه يې خفګان ښودلی دی.
ډانيو زياته کړې چې په دې پېښه کې د کندوز ولایت له ملکي او نظامي مسوولانو له همغږۍ پرته شوی چې په دې کار کې بهرني ځواکونه ګرم دي.
خبرپاڼې زياته کړې چې د بهرنيو ځواکونو د ځانګړو عملیاتو عمومي قوماندان وويل، له دې وروسته به د داسې پېښو مخنيوی کوي او ډېر پام به کوي چې ملکي کسانو ته زیان ونه رسېږي.
په دې ليدنه کې د کندوز والي عبدالجبار نعیمي ويلي چې د پوځي عملیاتو پرمهال دې د ملکي کسانو د ژوند خوندیتوب ته جدي پام وشي او په هېڅ ډول دې ملکيانو ته مرګژوبله نه اوړي.
د قربانيانو د کورنيو غړي په هوايي بريدونو کې د ملکي کسانو د مرګژوبلې د مخنيوي او د عدالت غوښتونکي دي.