خېبر د کوکنارو د کښت له حاصلاتو وروسته، پهخپله ځمکه چرس کرلي دي.
د هغه په وینا، تر دوو میاشتو پورې د چرس بوټې حاصل ورکولو ته تیارېږي.
خېبر د بلخ ولایت چهاربولک ولسوالۍ خاناباد کلي کې ژوند کوي.
هغه چې درې کاله کېږي په ازادانه توګه کوکنار کري، وايي چې دولت یې هېڅ مخنیوی نهدی کړی او له دې لارې ښه ګټه هم ترلاسه کوي.
د خېبر په وینا، د بلخ ولایت اکثرو ولسوالیو کې کوکنار او چرس کرل کېږي چې ان د مزار ښار څو کیلومترۍ کې د نهرشاهي ولسوالۍ لنګرخانې سیمې کې هم کوکنار کرل شويدي.
د ده په وینا، که د طالبانو تر کنټرول لاندې ځایونو کې د مخدرهتوکیو پېر و پلور ازاد دی؛ خو د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې بیا قاچاقیان پولیسو ته خپله برخه ورکوي او له یوځایه بل ځای ته په ډاډه زړه مخدرهتوکي انتقالوي.
بلخ کې د خطنو په نوم د یو څېړنیز بنسټ موندنې ښيي چې روان کال د دې ولایت چمتال، چهاربولک، بلخ، کشنده، شولګرې او دولتاباد ولسوالیو کې کوکنار کرل شويدي.
د دغه څېړنیز بنسټ مسول عبدالفتاح مصباح وايي، د دوی شمېرې ښيي چې تېر کال په ۵۰ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شويوو؛ خو روان کال په ۳۷ زره جریبه ځمکه کوکنار کښت شوي.
بلخ افغانستان کې لومړنی ولایت و چې د کوکنارو د کښت کچه په کې صفر ته رسېدلې وه؛ خو له ۲۰۱۵ کاله وروسته پهکې بیاځلې د کوکنارو کښت پیل شویدی.
د بلخ مرستیال والي محمدبشیر توحیدي له مخدرهتوکیو سره د مبارزې په برخه کې د ارادې نهشتوالی پهدې ولایت کې د کوکنارو د کښت زیاتېدو اصلي لامل بولي.
خو بلخ کې له مخدرهتوکیو سره د مبارزې رییس محمدرحیم رحماناوغلي وايي، ځايي ادارې سږ کال یوازې چهاربولک او شولګرې ولسوالۍ کې ۴۵ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړېده.
د شنونکو په اند، د قانون نه پلي کېدل، نسبت نورو کرنیزو محصولاتو ته د مخدرهتوکیو ښه بازار، د کوکنارو په کښت کې د زورواکیو ګټه، د طالبانو پراخېدونکی حضور او د خلکو ترمنځ فقر د دې لامل شوی چې بلخ ولایت کې د مخدرهتوکیو د کښت سیمې بېرته پراخې شي.