تېره شپه د بغلان ولایت دوه پولیس یو کور ته د غلا په نیت واوښتل او د کور څښتن سره له لانجې وروسته یې یو تن ووژلو.
د متضررې کورنۍ یو غړی او د پلخمري اوسېدونکي جمشېد له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې تېره شپه رنجر ډوله موټر د دوی د کور خواته ودرېد او دوه تنه پولیس ترې د دوی کور ته د غلا له پاره ننوتل. کله چې جمشېد او د ده ورور د دوی له کاره خبر شول؛ یو پولیس یې د غلا په تور ونیولو. جمشېد وايي، غوښتل یې چې دا پولیس دوی ته نږدې امنیتي حوزې ته ولېږدوي، چې بل پولیس پرې برید وکړ، یو ورور یې ور ووژلو او بل یې ټپي کړ.
د بغلان امنیه قوماندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت هم تاییدوي، وايي، په غلا له تورنو پولیسو نه یو تن چې د ساتمنۍ رتبه لري، یو ورځ مخکې په رخصتۍ تللی و. د بشارت پر وینا، اوسمهال دا پولس تښتېدلی دی او د نیولو هڅې یې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا دوه اونۍ مخکې د میدان وردګو د امنیه قوماندان خلیل اندرابي اړوند د پولیسو یو رنجر د طالبانو نظامي مسوول کابل ته انتقالولو، چې په نیمه لاره کې د ملي امنیت د کارکوونکیو له خوا ونیول شو.