د برید یوه میاشت تېره شوه؛ لا هم سرحد سیمه‌ییزه اف،ام راډیو فعاله شوې نه ده

شاوخوا یو میاشت مخکې ناپېژندو کسانو د غور په مرکز فېروز کوه ښار کې د سرحد په نوم سیمه‌ییزې اف،ام راډیو پر ودانۍ برید وکړ او د تېلو په واسطه يې د خبر خونې په ګډون د دې راډیو ټول وسایل وسوځول.

د سرحد راډیو د خپرونو مدیر احمد شاه موحد سلام‌وطندار ته وویل، د دې راډیو له سوځېدو وروسته يې هڅه کړې چې خپلې خپرونې بېرته پیل کړي خو د بودیجې نه‌‌شتوالي او د ملي او نړیوالو بنسټونو نه پاملرنې له‌امله پر دغه کار نه دي بریالي شوي.

ښاغلي موحد پر دې راډیو د برید عاملینو پېژندلو او نیولو کې د امنیتي بنسټونو پر نه همکارۍ نیوکه کوې او زیاتوي په دې اړه  پولیسو څه نه دي کړي.

غور کې د خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوول غلام رباني هدفمند هم پر سرحد راډیو د برید نه څېړلو په اړه د اندېښنې په ښودلو سره وایي چې که د دې راډیو خپرونې بېرته پیل نه شي د غور رسنیو زیاتره کارکوونکي یا له کاره ډډه کوي او یاهم سانسور ته مخه کوي.

خو د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي چې امنیتي ځواکونو ته هدایت ورکوی شوی چې پر سرحد راډیو د برید عاملین ونیسي.

د سرحد سیمه‌ییزې اف،ام راډیو له څلورو کالو راهیسې د غور په مرکز  فېروز کوه ښار کې په فرهنګي، سیاسي، ټولنیزو، دیني او سپورتي برخو کې فعالیت کولو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام