د برازیل پولیس وايي، د یونان سفیر کریاکوس امیریدیس د یو محلي مور له لوري، چې د سفیر له مېرمنې سره یې اړیکې درلودې وژل شوی دی.
پولیسو ویلي، په برازیل کې د یونان سفیر د وژل کېدو طرحه د هغه د مېرمنې او یو مامور له لوري جوړه شوې وه.
په برازیل هېواد کې د یونان سفیر له تېرې دوشنبې راهیسې تری تم شوی و او مېرمنې یې په دې اړه چارواکو ته خبر ورکړی و.
د کریاکوس امیریدیس جسد د برازیل هېواد، د ریو ایالت په څنډه کې د یو سوځول شوي موټر په ډاله کې موندل شوی دی.
د اورایستو پونتس ماګالاس په نوم یو څېړونکي ويلي، چې پولیسو د قتل دې دوسیې ته د "عشقي جنایت" نوم ورکړی.
کریاکوس امیریدیس له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۴ کال پورې په ریو ایالت کې کونسل و او په ۲۰۱۶ کال کې د یونان له خواد په برازیل کې د سفیر په توګه وګومارل شو.